Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجراییه ریاست: شونې ده په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړل شي

د ملي یووالي حکومت احراییه ریاست وايي چې افغان حکومت ته داسې رپوټونه رسېدلي دي چې په قطر کې د طالبانو له دفتر څخه طالبانو ته د مالي سرچینو او تبلیغاتو لپاره کار اخیستل کېږي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي چې حکومت دم‎کړۍ د دغه دفتر پر کارونو څارنه کوي او د دغو څېړونو له پای ته رسېدو څخه وروسته به اقدام وکړي.

د ښاغلي فیصل په وینا، که‎چېرې دغه ادعاګانې ثابتې شي، شونې ده چې دغه دفتر وتړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د رپوټونو پر بنسټ ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې په قطر کې د سولې په اړه یوه غونډه ترسره شي.

دا لومړی ځل دی چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړلو له احتمال څخه خبرې کېږي.

له دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې ډونلډ ټرمپ په واشنګټن کې له ولسمشر غني سره په خپله لیدنه کې، له هغه څخه وغوښتل چې د دغه دفتر له تړلو سره هوکړه وکړي.

خو وروسته افغان حکومت وویل چې په دغې لیدنه کې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په اړه خبرې اترې نه دي شوي.  

شریک یي کړئ