Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب ترلاسه کړ

افغانستان د نړۍ هېوادونو د ۱۳۰ رایو په ترلاسه کولو سره، د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان عړیتوب ترلاسه کړ.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجرايیه رییس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان غړتیوب د هېواد لپاره یو ښه پرمختګ بولي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجراییه رییس موسي محمودي په دې اړه وویل:« دغه غړیتوب د بشري حقونو په خوندیتوب او بشري حقونو ته درناوی او پرمختګ په برخه کې د حکومت مسوولیت درنه وي.»

د پوهنتون یو شمېر استادان پر ټولو د قانون پر یو شان عملي کېدو ټینګار کوي او وایي چې پر دې سربېره باید له مجازاتو د معافیت فرهنګ هم له منځه ولاړ شي.

حقوق پوه فاروق بشر په دې اړه څرګنده کړه:«تاسې پوهېږې چې افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان په څو کمېسیونونو کې غړیتوب لري. که‎چېرې کولای شوای چې د بشري حقونو د کمېسیون په څېر نور کمېسیونونه هم رعایت او تطبیق کړي،افغانستان به اوس د ځمکې د مخ جنت وای.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه طاهر هاشمي په ډاګه کړه:«خو یو اخلاقي اړخ لري. ځینو هېوادونو چې تراوسه غړیتوب نه‎دی لرلی او مکلفیت هم نه احساسوي، خو د غړیتوب ترلاسه کول لږ تر لږه له اخلاقي اړخه د هغو هېوادونو په وړاندې چې غړیتوب نه لري یو مسوولیت احساس وي.»

د اسیا - اقیانوسیې څو هېوادونو د دغې څوکۍ د خپلولو لپاره سره سیالي وکړه چې بالاخره، افغانستان، پاکستان، نیپال او قطر د دغې شورا غړیتوب تر لاسه کړ.

 د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا  د دغه سازمان  د عمومي اسامبلې د غړو له خوا ټاکل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه