د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې چې امریکا له افغان حکومته غوښتي هغه پنځوس زره میله کلاشینکوف وسلې چې په وړیا توګه افغان ځواکونو ته ورکړل شوي، په عملیاتو له کارونې بهر کړل شي او په ځای یې امریکايي وسلې وپېرل شي.
هغه وویل:«د دې پوښتنې ترڅنګ دا چې دا ۵۰ زره میله وسله چېرته ځي، موږ له افغانانو یوه بله پوښتنه هم لرو، د دغو پروګرامونو دلیل څه دی چې له افغان ځواکونو څخه د هغې وسلې د کارونې اجازه اخیستل کېږي چې له هغوی سره عادت شوي دي.؟»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي چې د امریکا متحده ایالاتو غوښتنه کړې وه چې افغانستان له هغو څورلکو چې د افغانستان ملي پوځ یې په پرېمانه توګه کارولي، رد کړي او ارزښت یې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ځایناستي کېدل ثابت کړي.
ښاغلي لاوروف زیاته کړه:«دغې پوښتنې ته نور ځواب نشته، خو دا چې امریکايي زموږ په وړاندې د بلوا په لټه کې دي یوازې له هغه څخه د خوند اخیستو لپاره.»
له دې وړاندې امریکې ویلي وو هوډ لري چې د دغه هېواد بلک هاک چورکلې په افغانستان کې د «مي ۳۵» جنګي الوتکو ځای ناستي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال روسیې ۱۰ زره میله کلاشینکوفونه له افغان پوځيانو سره مرسته وکړه.
امریکايي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دغه هېواد چارواکو ویلي دي چې د محدودیتونو او روسي جنګي الوتکو او چورلکو د رغونې لپاره وسایلو ته د نه لاسرسي له امله دا پرېکړه نیول شوې ده.
له دې وړاندې بندیزونو مخکې روسي چورلکې د رغونې لپاره د چک او اوکراین هېوادونو ته استول کېدې.
د حکومت شمېرې ښيي چې افغانستان دمګړۍ کابو ۱۲۰ الوتکې او چورلکې لري. حکومت هڅه کوي چې تر راتلونکو اوو کلونو دا شمېر دوه برابره کړي په دې مانا چې د جنګي الوتکو شمېر به ۱۷۵ او بار وړونکو الوتکو شمېر ۸۹ او د چورلکو شمېر ۲۱۴ ته لوړ کړي.