Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیتي ځواکونو په کابل کې د یوه بل خونړي برید مخنیوی وکړ

د ملي امنیت ریاست وايي چې د دغه ریاست کارکوونکو دوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو څخه ډک یو موټر سره د کابل په سروبي ولسوالۍ کې نیولي دي.

دغه ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې سمیع الله د مخلص له مستعار نوم او واحد الله د صدام له مستعار نوم سره نن هغه مهال ونیول شول چې د حکیم الله په نامه د طالبانو د یوه مهم قومندان په حکم سره په کابل کې پر امنیتي تاسیساتو د برید لپاره استول شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:« چې دغه کسان د یوه سپين رنګه سراچه ډوله او (۳۲۶ پروان) له نمبر پلېټ لرونکي موټر په واسطه چې له چاودېدونکو توکو څخه ډګ وه د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو شوي وو، د ملي امنیت د ځانګړو قطعاتو ځواکونو له خوا ونیول شول.»

د ملي امنیت ریاست زیاتوي چې نیول شوي کسان، په ننګرهار کې پر امنیتي ځواکونو د په ترهګریزو بریدونو کې ونډه لرله.

دغه ریاست ټينګار کوي چې طالبانو د پېښور شورا په غونډه کې پرېکړه کړې ترڅو پر پوځي تاسیساتو، د امنیتي ځواکونو پر کاروانونو او د کابل ښار پر ګڼو ګونو سیمو کې یو لړ پېچلې او خونړي بریدونه ترسره کړي.

د ملي امنیت د ریاست په وینا، د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو تش په نوم والي قاري بریال په کابل کې د دغو بریدونو د اجرايي کېدو مسوول ګمارل شوی وه.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو تېره شپه هم یو مازدا ډوله موټر چې په هغه کې کابو ۳ زره کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو، د کابل په کوټې سنګي سیمه کې کشف شول.

شریک یي کړئ