د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، ریکس ټلرسن د خبرپاڼې په خپرولو سره نن(سېشنبې د زمري په ۳۱مه) ویلي دي چې د امریکا کړنلارې اعلان له افغانستان څخه روښانه ملاتړ دی.
ده زیاته کړه ده چې واشنګټن د افغانستان د سولې د خبرو اترو چې د طالبانو د سیاسي مشروعیت لامل وګرځي، ملاتړ کوي.
ټلرسن څرګنده کړې ده، د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلارو له پخوانیو تګلارو چې له دې هېواد څخه د امریکايي ځواکونو وتو مصنوعي مهالویش وو، توپير لري.
د نوموړي په وینا، امریکا طالبانو ته په روښانه توګه وایي چې دا ډله به د جګړو په ډګرونو کې بریالۍ نشي او طالبان باید سیاسي مشروعیت ته د رسیدو لپاره د سولې د خبرو لار غوره کړي.
تیلرسن همداراز زیاتوي چې، امریکا له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوي او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو تمه لري چې د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې طالبانو د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتونو کړنلارې تر اعلان وروسته، په غبرګون کې وویل، تر هغې چې امریکايي پوځيان په افغانستان کې وي، دوی به خپلې جګړې ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ نن(سې شنبې د زمري۳۱) د کابل پر وخت سهار پنځه بجي اعلان کړه.