Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جنرال رازق:حکومت نه‎شي کولای ما لیرې کړي

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د هغه د ګوښه کولو د ګنګوسو په غبرګون کې وايي چې هغه د دغه حکومت په لاسلیکونو ګمارل شوی نه دی او دا حکومت نه‎شي کولای هغه لیرې کړي.

د کندهار امنیه قومندان د دغه ولایت له یوې سیمه‎ییزې راډیو سره په مرکه کې ملي یووالی حکومت یو ایتلافي حکومت بولي نه ټاکنیز او ګواښ کوي چې د ملي یووالي حکومت وروستۍ پرېکړې د هېواد په زیان دي.

ښاغلی رازق زیاتوي:«نه دغه حکومت کمارلی یم او نه دا حکومت کولای شي ما لیرې کړي. زه د کندهار د خلکو په غوښتنه راغلی یم او د کندهار د خلکو په غوښتنه ځم.»

هغه همدارنګه وویل چې د حکومت وروستي خوځښتونه به د دې لامل شي ترڅو خلک له حکومته واټن غوره کړي.

هغه څرګنده کړه::«دا حکومت یو انتخابي حکومت نه دی چې د خلکو په لاس کې مکتوبونه ورکړي. دا یو ایتلافي حکومت دی. د حکومت کارونه چې موږ یې وینو د زغم نه دي.»

د ولسمشر له خوا د بلخ لیرې کړل شوی والي هم حکومت ته نوي ګواښه کړي دي.

عطامحمد نور هم په بلخ کې د یوې غونډې په ترځ کې وویل:«ته د کورنیو چارو وزیر او یا هم ته د دفاع وزیر او یا ته د ملي امنیت شورا ته سرقومندان اعلی، کوم یوه مو دا قومنده کړې وه چې قول اردو دې خپله وسله زموږ د ملت پر سر ونیسي، زموږ د ملت سینه په نښه کړي؟»

د کندهار د امنیه قومندان دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نه تایید شوي رپوټه شته چې ولسمشر د بلخ د نوي والي له معرفي کولو وروسته جنرال عبدالرازق هم له دندې لیرې کوي.

شریک یي کړئ