د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د ولسمشر غني لخوا د بلخ د والي د استعفا منل ناسم کار بولي، جنرال رازق په دې اند دی چې د بلخ له مشرتابه نه د عطا محمد نور لیرې کېدل به دغه ولایت ناامنه کړي.
د کندهارامنیه قومندان جنرال رازق عطا محمدنور د بلخ ولایت د امنیت په ټینګښت کې اغېزمن بولي او د ولسمشر لخوا د نوموړي ګوښه کېدل سمه پرېکړه نه ګڼي.
ښاغلي رازق په دې اړه وویل:«بلخ یوازینۍ هغه ولایت دی چې هلته نسبي امنیت شته؛ پانګوال هلته پانګونه کوي، له ولایتونو کډوال هلته ځي، خدای مه کړه چې دا ولایت ناامنه نهشي او خلکو ته زیاتې ستونزې پیدا نهشي.»
له دې سره په ورته وخت کې د اسلامي جمعیت ځینې غړي ادعا لري چې له دې مخکې د تاجیکستان او بنګلهدېش د سفیرانو دندې چې د دغه ګوند غړي وو ځنډول شوې دي.
د پوهنې او اقتصاد وزارتونه چې د دغه ګوند ونډه بلل کېږي، د ولسمشر لخوا اخیستل شوي دي. د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا دا غړی حکومت ته وړاندیز کوي او وايي دا بندون د خبرو او د دې ګوند د شرطونو په منلو سره لیرې او دا ستونزه هواره کړي.
هغه زیاته کړه:«یوازې د بلخ ولایت ته نظر وړ کس راتلل نهدي! بلکې نور شرطونه دي چې وزارتونه چې په جمتعیت پورې اړوند وو او هغه سفارتونه چې د جمعیت د غړو له خوا یې مشري کېده، مطرحه دي چې باید د حکومت له خوا ومنل شي.»
له بلخوا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځینې سرچینې وايي چې د بلخ ولایت لپاره د عطا محمد نور لخوا د ښاغلي محمد داوود د ګمارلو وړاندیز شوی وه، خو جمعیت اسلامي د ولسمشرۍ ماڼۍ دا څرګندونې ردوي.
ښاغلي منصور په دې اړه څرګنده کړه:«زه پوهېږم چې ښاغلي داوود د بلخ امنیت ته معرفي شوی، نه د بلخ ولایت ته.»
د ولسمشر له خوا د بلخ د ولایت مقام ته معرفي شوی والي محمد داوود هم وايي:«دا د حکومت مسوولیت دی چې ما څه ډول بلخ ته بیايي او څه تابیاوې نیسي.»
د روانې اوونۍ په پيل کې ولسمشرۍ ماڼۍ د بلخ له ولایته د عطا محمد نور د استعفا د منظورۍ په اړه یوه خبرپاڼه خبره کړه.
عطا محمد نور له کابو څوارلسو کلونو راهیسې د بلخ والي و. نوموړی د اسلامي جمعیت اجراییه ریس هم دی.