Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مارشال فهیم له پوځي پوهنتونه د ۲۶ ښځینه افسرانو فارغېدل

د ۲۶ مېرمنو په ګډون کابو ۳۵۰ افسران له څلورو کلونو زده کړو وروسته، د مارشال فسیم فهیم له پوځي پوهنتون څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د دغه پوهنتون استادان وايي چې په دغه پوهنتون کې ۱۰۰ نورې مېرمنې هم تر روزنې لاندې دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت مرستیال ریچارډ کرپول، د افغانستان په ټیکاو کې د دغو افسرانو ونډه حیاتي بولي.

ښاغلي کرپول زیاته کړه:« زه غواړم ووایم چې ستاسې روزنه به پای ته ونه رسېږي. د دې هېواد لوی تړون او ژمنه یاست. تاسې ته به ستونزمن کارونه راوبلو او کله به اړ شئ چې سختې پرېکړې وکړئ.»

تر دې وړاندې د مارچ په میاشت کې ۲۳ تنه نورې افسرانې له همدې اکاډمۍ فارغې شوې او سل تنه نورې هم همدې اکاډمۍ کې روزنې ته دوام ورکوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری په دې اړه وايي:«په نورو روزنتونونو کې هم مېرمنې روزنه ویني او کابو د دغو ښځینه افسرانو څخه کابو ۷۰ تنه یې په ترکیه کې تر روزنې لاندې دي.»

د مارشال فهیم په نظامي پوهتنتون کې افسرانو ته د بریټانیا د شاهي سانډهرست اکاډمۍ په معیار برابره روزنه ورکول کېږي.

دا اکاډمي په ۲۰۱۳ کال فعاله شوه او تراوسه ترې ۱۰ دورو کې د ملي پوځ افسران او فسرانې فارغې شوې دي.

شریک یي کړئ