Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت:په افغانستان کې تښتول شوي کسان پاکستا کې ساتل کېږي

ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې له افغانستانه ډېری تښتول شوي کسان په ځانګړې توګه بهرني وګړي په پاکستان کې ساتل کېږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیر ټينګار کوي چې امریکايي او کاناډايي ښځه او خاوند په پاکستان کې د حقاني شبکې له بنده د هغوی خلاصون دغه ادعا ثابتوي.

هغه زیاته کړه:«زه په دې عقیده یم چې هغوی له ای اس ای سره وو او ای اس ای هغو په بند کې ساتلي وو د هرې موخې لپاره چې وو.»

له دې سره په ورته وخت کې د امریکا د استخباراتو رییس وايي د حقاني شبکې له بنده خوشې شوې امریکايۍ- کاناډایۍ کورنۍ له پنځو کلونو راهیسې په پاکستان کې وه.

 د امریکا د استخباراتو مشر مایک پومپیو وویل:« موږ تېره اونۍ یوه لویه لاسته راوړنه لرله او و مو وکړای شو، څلور تنه امریکایي وګړي چې پنځه کاله په بند کې وو، وژغورو. هغه کسان چې پنځه کاله په پاکستان کې ساتل شوي، دا لوی خبر دی.»

دا لومړی ځل دی، چې یو لوړپوړی امریکایی چارواکی په څرګنده وایي،  دې امریکايۍ کاناډایۍ جوړې پنځه کاله بند په پاکستان کې تېر کړی.

خو د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې امریکایۍ کوتلین کولمن او کاناډایی خاوند یې جاشوا یویلې، وروسته تر هغو وژغورل شول، چې د افغانستان له خاورې باکستان ته واوښتل.

له دې سره د شنوونکو باور دادی، چې پاکستان غواړي نړۍ ته په دوکه ورکول سره سیمه کې خپل ځای وساتي.

د سیاسي چارو کارپوه عین الدین بیګ په دې اړه وویل:«غواړي چې له امریکا سره خپلې اړیکې ښې کړي او داسې څه وړاندې کړي چې د افغانستان له سولې او جګړې سره مرسته وکړي.»

دا کاناډایۍ امریکایۍ جوړه، په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان په یوه لرې پرته سیمه کې برمته شوې  وه، چې د دوی په وینا، غوښتل یې بې وزلو ته مرسته ورسوي.

شریک یي کړئ