Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت: طالبان له اندړ ولسوالۍ په شاتمبول شوي

د غزني پر اندړ ولسوالۍ د طالبانو له ډله‎یزو بریدونو وروسته د ملي دفاع وزارت وايي طالبان پر شا تمبول شوي.

 اخوا د غزني امنیه قومندان وايي په دې ولسوالۍ کې طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.په همدې حال کې د هېواد یو شمېر ولسوالۍ اوس هم د طالبانو په ولکه کې دي.

د ملي دفاع وزارت وایي، د پوځ سرتېري اندړو ولسوالۍ ته رسېدلي. او طالبان یې د ولسوالۍ له مرکزه ایستلي دي. هغه هم په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې څه باندې لس ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.

بلخوا د غزني امنیه قومندان وايي چې په دغې ولسوالۍ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو طالبانو دغه ادعا نه ده منلې.

د غزني ولایت امنیه قومندان محمد زمان وویل:«موږ په یوې همغږۍ سره دښمن ته ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.»

له دې سره چې د جګړې فصل په ختمېدو دی، خو دولتي ځواکونو ونه شوا کړی، چې له لسو نه زیاتې ولسوالۍ چې د طالبانوپه اداره کې دي، بېرته کنټرول کې کړي.

په بدخشان کې د یمګان او وردوج ولسوالۍ، بغلان کې دهنه غوري ولسوالۍ، سرپل کې د کوهستان ولسوالۍ، هلمند کې د خانشین، باغران، موسی قلعه، نوزاد او دیشو او د زابل خاک افغان ولسوالۍ؛ دوو کالو څخه زیات وخت وشو، چې د دولت په کنټرول کې نه دي.

د بدلون غورځنګ غړی مصطفي اریا په دې اړه وویل:«حکومت ولې هغه ولسوالۍ چې په دغو درې څلورو کلونو کې پرځېدلي دي نه دي نیولي، هغه پوښتنه چې موږ مخکې هم لرله.»

په همدې حال کې، د بدخشان زیباک ولسوالۍ، د بغلان مرکزي بغلان ولسوالۍ، د فاریاب غورماچ ولسوالۍ، د پکتیا جاني خېلو ولسوالۍ، د غزني اندړو ولسوالۍ او ځینې نورې ولسوالۍ په روان کال کې څو ځل  د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.

پخوانی پوځي مختار محسین په دې اړه څرګنده کړه:«اوسنۍ امنیتي وضعیت له کنټرول څخه بهر شوی، حکومت ډېر ناتوانه دی اداره کولای نه‎شي.»

خو د ملي دفاع وزارت ویاند په دې اړه بل ډول لیدلوری لري:«هغه ولسوالۍ چې په هلمند کې دي، په بدخشان کې دي، په زابل کې دي په غزني او یا هم بل ځای دي، د هغوی لپاره مو یو ډېر منظم پروګرام نیولی، چې انشاالله ډېر ژر به عملي شي.»

نیوکې دادي، چې سږکال په لومړنیو شپږو میاشتو کې دولتي ځواکونو یوه ولسوالۍ هم د دولت له مخالفو وسله‎والو بېرته و نه نیوله.

په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت ویلي وو، د خالد په نوم پسرلني عملیاتو کې به ترهګرې ډلې وځپي.

د غزني اندړو ولسوالۍ درې ورځې وړاندې، د څو ساعتونو لپاره طالبانو ولکه کړې وه. بلخوا د غزني امنیه قومندان وايي چې په دغې ولسوالۍ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو طالبانو دغه ادعا نه ده منلې.

شریک یي کړئ