Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ارګ او جمعیت اسلامي ترمنځ د خبرو اترو پيل

د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه رییس او د ولسمشر له خوا له دندې ګوښه کړل شوی والي  عطامحمد نور وايي د جمعیت اسلامي او حکومت ترمنځ خبرې پیل شوې دي.

نور وایي که دا خبرې پایلې ته ونه رسېږي، د ستونزې حل لپاره به پر نورو لارو غور وکړي.

په همدې حال کې سرچینې وایي چې د جمعیت او حکومت استازو د کورنیو چارو په وزارت کې خبرې کوي او د بلخ د ولایت له څوکۍ ورهاخوا په کابینه کې هم د جمعیت اسلامي د ونډې په اړه خبرې روانې دي.

د سرچینو په وینا صلاح الدین رباني، عبداستار مراد، محي الدین مهدي او واقف حکیمي د اسلامي جمعیت په استازیتوب او محمدحنیف اتمر، معصوم ستانکزی، اکلیل حکیمي او عبدالسلام رحیمي د حکومت په استازیتوب د ملي یووالي حکومت د موافقې د عملي کولو، په حکومت کې د جمعیت د ونډې او د بلخ ولایت د چوکۍ د برخلیک په اړه خبرې کوي.

نور ویلي دي:«خبرې اترې منطقي او هوښیارانه لاره ده موږ یې ملاتړ کوو. او فکر کوم تېره ورځ یوه جلسه هم شوې د جمعیت مشري زموږ له متحدینو سره کېني دا حل کړي که‎چېرې له منطقي لارې حل شي ښه که‎چېرې نه‎شي وروسته نورې لارې لټوو.»

د پوهنتون استاد رحمت الله بېژن پور څرګنده کړه:«شرایط دا دي چې زموږ ونډه چېرته ده هغه اصلاحات چې باید راغلي وای چېرته ورسېدل. پر پروګرامونو څومره پرمختګ شوی چې خپلو خلکو ته ځواب ویوونکي یوو.»

اخوا د احمدشاه مسعود بنسټ رییس په دې باور دی که آن د حکومت لخوا د اسلامي جمعیت شرطونه هم ومنل شي د هېواد ستونزې به هوارې نه‎شي.

د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود وايي:«حکومت هڅه کوي له دې مخکې چې ستونزې پراخې شي، د ګواښ له لارې وروسته د ډيپلوماسۍ وروسته د مذاکرې له لارې دوی چوپ کړي.»

خو د ولسمشر لخوا د بلخ لپاره معرفي شوی والي انجینرمحمد داوود وايي چې د نوموړي د ګمارلو له امله رامنځته شوې ستونزه به ډېر ېر هواره شي.

د ولسمشر له خوا د بلخ معرفي شوی والي محمد داوود زیاته کړه:«په ځلونو مو ولیدل او هر ځل ولسمشر ټینګار وکړ چې زه په خپله پرېکړه کې قاطع یم او وې ویل چې صبر وکړه دا مسله د سوله‎ییزې حل لارې په وسطه حلوو.»

ولسمشرۍ ماڼۍ دوې اوونۍ مخکې  اعلان وکړ چې عطامحمد نور له بلخ ولایته استعفا کړې او پرځای یې انجینر داوود معرفي کړ خو عطامحمد نور تراوسه د حکومت دا پرېکړه نه ده منلې.

له هغې دوې اوونۍ وروسته چې له بلخ ولایته د عطامحمد نور ګوښه کېدل بلل کېږي اسلامي جمعیت او ولسمشرۍ دفتر د دې ګوښه کېدو په هکله خبرې پيل کړې دي.

شریک یي کړئ