Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ازادۍ سیالۍ له لارې د ښاروالانو د ټاکنو طرحه

د سیمه‎یزو ارګانونو ادارې د نوې طرحې په لارې اچولو سره د لومړي ځل لپاره ښاروالان د ازادو سیالیو له لارې به وټاکل شي.

دغه اداره وايي چې د ښاروالیو د پنځه لسو بستونو لپاره، اوه سوه دیرش غوښتنلیکونه ترلاسه کړي چې اویا سلنه یې ځوانان دي. د یادې ادارې رییس وايي دوی د لومړي ځل لپاره د ښاروالیو سیالۍ ترسره کوي.

ویل کېږي هغه کسان به د ښاروالانو په توګه وټاکل شي چې ښې طرحې او زیاته وړتیا ولري.

د آزادو سیالیو له لارې د ښاروالانو د ټاکلو طرحه د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون ګډه طرحه ده.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وايي دا طرحه د ښاروالانو د ټاکنو له ځنډېدو وروسته د وړ او ژمنو ښاروالانو د ګمارلو او همداراز د ښاروالانو د غوره کولو په بهیر کې د روڼتیا په موخه اجرا کیږي.

له بلخوا د سیمه‎ییزو ارګانونو د ادارې ریس وايي د دې طرحې له مخې د هېواد د بېلابېلو برخو د ښاروالانو د ۱۵ تشو څوکیو او سرپرستیو لپاره یې ۷۳۰ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي او هغه کسان د آزادې سیالۍ په ازموینه کې ګډون کولای شي چې د ښاروالیو د ودې لپاره پراختیايي او اقتصادي طرحې ولري.

دغه څلویښت تنه د جلال اباد، پلخمري، غور او زرنج ښاروالیو لپاره نوماندان دي چې د لومړي ځل لپاره د ښاروالانو د غوراوي په سیالیو کې ګډون کوي.

د سیمه يیزو ارګانونو خپلواکه اداره د ښاروالانو په ټاکنو کې د ځنډ لامل د ښاروالیو د قانون نه وروستي کیدل، د ښارونو او کلیو ترمنځ د پولو نه تثبیتیدل او همداراز د ښاروالۍ د تخنیکي سیستم نشتوالی بولي.

بربنیاد این طرح، ۴۰ تن رقابت آزاد گزینش شهرداران جلال آباد، پلخمری، غزنی و زرنج را امروز چهارشنبه سپری کردند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه