Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ترک ښوونځیو د زده کوونکو کورنۍ څارنوالۍ ته شکایت کوي

د افغان – ترک ښوونځیو د زده‎‎کوونکو کورنیو د ملي امنیت له خوا د دغو ښوونځيو د ښوونکو د بندي کولو په غبرګون کې، سبا لویې څارنوالۍ ته شکایت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سې‎شنبې پر ماښام، د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو، د کابل ښار د تایمني په سیمه کې د افغان ترک ښځينه ښوونځي ته ننوتل او یو افغان ښوونکی یې له ځان سره بوته.

د دغو ښوونکو کورنۍ وايي چې تراوسه له هغوی څخه هېڅ مالومات نه‎لري او له دې امله ډېر اندېښمن دي.

د بندي شویو ښوونکو له ډلې د سمیع یاووز مېرمن زهرا یاووز وايي چې خاوند یې بې ګناه دی او افغان حکومت باید هغه ازاد کړي.

هغې زیاته کړه:«زما له خاوند سره د هغه اطرافیانو مینه کوله او هغه ته یې درناوی کاوه. هغه هېچاته زیان نه دی رسولی. موږ د افغانستان پر حکومت باور لرو چې هغه موږ ته بېرته راستون کړي.»

دغه کورنۍ څلورلس کاله وړاندې افغانستان ته راغلي او اوس درې اولادونه ري، د هغوی کشر ماشوم په افغانستان کې نړۍ ته راغلی او د سمیع یاووز دوه نور اولادونه د کابل په پوهنتون کې محصل دي.

سمیع یاوور د افغان ترک ښوونځیو د دوو استادانو په څېر کابل کې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتنې چارو دفتر کې د پناه غوښتنه کړې ده.

له دې سره افغان حکومت لا هم د نیول شویو استادانو په اړه څه نه وایي.

دغه پېښه له هغې وروسته رامځته کېږي چې د ترکیې حکومت د ناکامې کودتا څخه وروسته، له افغان حکومت څخه وغوښتل، ترڅو د دغو ښوونځیو مدیریت د ترکیې حکومت ته وسپاري، ځکه چې د اردوغان حکومت ادعا کوي چې دغه ښوونځي د فتح الله ګولن هغه کس چې د ترکیې د حکومت له خوا د دغې ناکامې کودتا  پلانوونکی بلل شوی او له ترهګرۍ سره یې تړلی بللی دی.

د ترکیې دولت له افغانستان غوښتي چې نیول شوي کسان انقرې ته وسپاري خو کابل - انقره د وګړو یې په سپارنه کې هېڅ هوکړه نه لري.

له دې ټولو سره ویل کېږي که دا نیول شوي کسان د ترکیې حکومت ته وسپارل شي  دا به د افغانستان په تاریخ کې بې ساری ګام وي.

افغانستان ان د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې هم جرمني ډیپلوماتان د جګړې ګټوونکو ته ونه سپارل.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي که چېرې د افغان ترک ښوونځیو د ښوونکو په وړاندې د امنیتي ځواکونو اقدام د دغو ښوونځیو د ښوونکو د اندېښنې لامل شوی وي، حکومت په دې اړه خواشینی دی.

شریک یي کړئ