د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن پاکستان ته ګوتڅنډنه کوي کهچېرې اسلام اباد د ترهګرو ډولو په وړاندې خپل چلند بدل نه کړي او همدارنګه له ترهګرۍ په مبارزه کې جدیت ونه ښييو احتمالاً پاکستان به د امریکا ملاتړ له لاسه ورکړي.
هغه وايي، هغه څوک چې د امریکا ګټې ګواښي په هرځای کې چې وي تر برید لاندې به راشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د په نښه کېدو ګواښ کړی دی.
دغه امریکايي چارواکی په افغانستان او سوېلي اسیا کې د واشنګټن د نوې تګلارې له اعلان څخه یوه ورځ وروسته پاکستان کې خبري غونډې ته وویل، د پو ځي مرستو بندولو ترڅنګ د پاکستان پر حکومت هر ډول بندیزونو لګولو بدیل د میز په سر شته دي.
تېلرسن زیاته کړه:« په هر ځای کې چې تر هګر واوسېږي موږ به پرې برید وکړو او موږ هغو کسانو ته ویلي هر څوک چې ترهګرو ته ځایونه ورکوي باید خبر واوسي.»
په همدې اړه بیجینګ د کابل او اسلام اباد له ترینګلو اړیکو سخت اندېښمن دی.
د چین د بهرنیوچارو وزارت ویانده هوا چونینګ وايي:« چین د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړسخت اندېښمن دی زما په اند ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.»
په همدې اړه افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان یې دولت له دولت سره سولې ته رابولي.
ولسمشر غني څرګنده کړه:«په څرګنده وایم غواړم چې هر اړخیز شرایط رامنځته شي د دې پر ځای چې کلونه په جګړه کې تېرو مسایل د خبرو اترو پر مېز حل کړو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې د واشنګټن ټول نوي ګواښونه په ټلېفوني اړیکه د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ته رسېدلي دي.
خو اوس به ولیدل شي چې پاکستان خپلو کړنو ته بدلون ورکړي کنه؟