د امریکا کانگرس وايي له پاکستان سره د امریکا مالي مرستې یوازې د حقاني شبکې پر ضد د مبارزې په شرط دي.
د امریکا کانګرس د ۲۰۱۸ کال د مرستو یوه برخه د طیبه لښکر پر ضد د پاکستان مبارزې ته بېله کړې وه، خو اوس به د امریکا د دفاع وزیر یوازې د حقاني شبکې پر ضد د پاکستان د مبارزې رپوټ ورکړي.
په همدې حال کې د افغانستان حکومت وايي اسلام اباد لا هم د حقاني شبکې پر وړاندې څه نه دي کړي.
افغان حکومت د امریکا له کانګرسه غواړي چې دغې موضوع ته دې جدي پامرنه وکړي.
تمه کېده چې د امریکا دفاع وزیر کانګرس ته د حقاني شبکې او د لشکر طیبه د ډلو پر وړاندې د پاکستان د اقدام په اړه رپوټ ورکړي خو اوس یوازې جېمز مټیس د پاکستان د اقدام په اړه به رپوټ ورکړي.
د دغه تازه قانون پربنسټ ترهغې چې د امریکا دفاع وزیر د ترهګرو پروړاندې د پاکستان اقدام تایید نه کړي دغه هېواد ته به ۳۵۰ مېلیونه ډالره مرسته ور نه کړل شي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه وویل:«د پاکستان له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې نور له ترهګرو ملاتړ ونه کړي او موږ له نړیوالۍ ټولنې غواړو چې پر پاکستان فشار زیات کړي ترڅو د ترهګرو په وړاندې اقدام وکړي.»
د امریکا د فاع وزیر به د دغه هېواد کانګرس ته په پاکستان کې د حقاني شبکې د پټنځای، حقاني شبکې سره د نورو ترهګرو یو ځای کېدل او د ډيورنډ دواړو غاړو ته د دغو وسله والو تګ راتګ په اړه د پاکستان د اقدام په تړاو به رپوټ ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال په دې اړه وویل:«موږ تراوسه عملاً داسې عملیات نه دي لیدلي چې د حقاني شبکې د پټنځایونو د تړلو لامل شي او پاکستان تراوسه هېڅ کار نه دی کړی.»
له دې وړاندې د امریکا کانګرس له پاکستان سره خپلې مرستې د دغه هېواد د سرحدي پولیسو د پیاوړتیا او په خیبر پښتونخوا کې د هغوی د روزنې او تجهیز په ګډون تصویب کړې ده.
پخوانی پوځي محسن مختار په دې اړه وویل:«زما په اند کلونه دي چې پاکستان له خپلو دغو سیاستونو سره پاکستان امریکا دوکه کوي او دا ځل هم پیسې اخلي او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ځای خپل ځواکونه پیاوړي کوي.»
کابل حقاني شبکه په افغانستان کې په مرګونو بریدونو تورنه کړې هغه بریدونه چې ملکي وګړو ته يي درانه مرګ ژوبله اړولې ده.
په همدې اړه کابل پر اسلام اباد نیوکې کړي د حقاني شبکې پټنځایونه چې د پاکستان په خاوره کې دي هېڅ اقدام نه دی کړی.