د اداري اصلاحاتو ادارې نن پنجشنبې (د تلې پر ۲۷ مه) په کابل کې دولتي بنستونو د لارموندې دویمه ازموینه ترسره کړه.
په دغې ازموینه کې ۸ زره او ۱۷۵ کسانو چې له هغې ډلې ۴۷۰ تنه یې مېرمنې دي په تدارکاتي برخو کې د ۷۰۰ کرسیو د لاسته راوړو په پار سیالۍ کوي.
د دغه کمېسیون مسوولین وايي، چې له هرو ۱۱ کسانو به یو کس تدارکاتي ادارو ته لار پيدا کړي.
د اداري اصلاحاتو کمېسیون ټینګار کوي چې یوازې هغه کسان په تدراکاتي ادارکې نیول کېږي چې وړتیا ولري.
ښاغلي نادري په دې اړه وویل:«په تېرو کې کوم کسان به چې ګمارلېدل په یو ډول د هغوی ځینې د سیاستوالو او نفوذ لرونکو کسانو منندوی وو، خو دغه بهیر له هغه روڼتیا سره چې ترسره کېږي هېڅوک به د چا منندوی او احسان من نه کړي او هر کس به د خپلې وړتیا او لیاقت پر بنسټ وګمارل شي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست فیض الله ذکي په دې اړه څرګنده کړه:«د ننني اقدام څخه چې کومې پایلې ترلاسه کېږي، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې او د دولت د سالم جوړونې لپاره لوړ ګام به وي.»
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون په وینا د تدارکاتو په بنسټ کې د ظرفیت کموالی د دولتي بودیجې د نهلګېښت ستر لامل دی. د دوی پرخبره، له همدې امله هڅې کوي چې وړکسان په دندو وګوماري.
د لوړو زړدهکړو وزارت سرپرست لطیف روشان په ډاګه کړه:«ډاډ ورکړم چې دا بهیر به روڼ وي.»
د اداري اصلاحاتو کمېسیون وايي، تمه کېږي چې یوه اوونۍ وروسته زرګونه دولتي بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې شي چې په دې برخه کې به د لوړو نمرو ګټوونکي په بل پړوا کې وګومارل شي.
د دولتي له دویم تر شپږم بستونو پورې ۸ زره ۱۷۰ کسان چې ۴۷۰ تنه يې مېرمنې دي د دغو بستونو په ازموینه کې ګډون کوي.