Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي امنیت پخواني رییس د ټاکنو ځينې رازونه افشا کړل

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل، ادعا کوي چې د ټاکنو د جعلي کارټونو د چاپ ماشینونه د کابل ښار د وزیر اکبرخان په سیمه کې د هغو کسانو په کورونو کې ځای پر ځای شوي وو چې دم‎ګړۍ هم د ملي یووالي حکومت کارکوونکي دي.

ښاغلي نبیل د دوشنبې په ورځ د طلوع نیوز په سیاه او سفید خپرونه کې وویل چې هغه، هغه مهال د هېواد د ملي امنیت رییس وه چې په دې اړه یې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته رپوټ ورکړی وه.

ښاغلي نبیل په دې اړه څرګنده کړه:«په وزیر اکبرخان کې د کارټونو د چاپ ماشینونه د لوړپوړو کسانو له خوا کېښودل شول او د هغو کسانو کورونو ته ولېږدول شول چې دم‎ګړۍ په حکومت کې هر کاره دي او لاسوهنه کوي.»

ښاغلي نبیل دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ولې یې هغه کسان ونه نیول، وویل:«ما نه یوازې دا بلکې ټول مسایل مې پخواني ولسمشر (حامد کرزي) وویل، د ملي امنیت سلاکار (رینګن دادفر سپنتا) چې فکر کوم سپنتا په خپل کتاب کې هم راوړي دي، د ملي امنیت شورا ته چې په هغه وخت کې د کورنیو چارو وزیر عمر داوودزی وه، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس (یوسف نورستاني) ته رپوټ ورکړ مو باید د دندیز واک له مخې دغه رپوټ ورکړی وای خو د مداخلې حق مو نه درلود او نه هم د پرېکړه کوونکي وو.»

هغه همدارنګه ادعا وکړه چې د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې حتا جعلي ډالر وکارول شول او همدارنګه له ځینو سره د وار له مخې تړونونه ژمنې هم وشوې.

هغه په ډاګه کړه:«زموږ په ټاکنیزو سیالیو کې استخباراتي پیسې ولګول شوې، د خلکو جایدادونه وپېرل شول او حتا وار له مخکې تړونونه ورکړل شول.»

د دغې خپرونې په اوږدو کې ښاغلي نبیل همدارنګه د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ زیږدیز کلونو ټاکنو ته هم اشاره وکړه او وې ویل چې د ۲۰۰۴ زیږدیز کال ټاکنې نسبتاً ښې وې خو د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ زیږدیز کلونو  په ټاکنو کې ستونزې زیاتې وې.

ښاغلي نبیل وویل:«د هغو مالوماتو له مخې چې زه یې لرم د پخواني ولسمشر (کرزي) او د ۲۰۱۴ کال د یوه نوماند ترمنځ یوه هوکړه وشوه چې راتلونکی نوماند به تاسې یاست او د هغه پر بنسټ ځينې ملي پروسې د ځمکنې امنیت د لېږد پروسه رامنځته شوه. دا پروسه په بشپړه توګه یوه کمپایني پروسه وه، هغه پروسه نه د کوم تحلیل له مخکې رامنځته شوې وه او نه هم د کومې لاسته راوړنې پر بنسټ، که‎چېرې کومه لاسته راوړنه وه اوس به موږ د نورو بهرنیو ځواکونو راتګ ته اړ نه وو.»

شریک یي کړئ