Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی کابل ته راورسېد

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی د شنبې پر ورځ له غرمې وروسته کابل ته راغی.

د دغه شورا رییس او په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي سفیره په دې سفر کې هغه ملتیا کوي.

سرچیني وايي، تمه کېږي دغه پلاوی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لخوا ثبت شوي شکایتونه له نېږدې وڅېړي.

په  ملګرو ملتونو کې د قزاقستان دوره يي رییس وايي چې په افغانستان کې ملګري ملتونونو سازمان تمه لري د نشه‎يي توکو، ترهګریزو ګواښونو او نورو ګواښونو مخنیوي په موخه پراخې هڅې وشي.

په حکومت کې سرچینې وايي، چې د دغه پلاوي سره د افغان چارواکو د خبرو ځانګړې موضوع به د بېلابېلو لارو څخه له ترهګرو سره مبارزه وي.

د ولسي جرګې غړی فکوري بهشتي په دې اړه وویل:«که‎چېرې د ملګرو متلونو سازمان وکړای شي په افغانستان کې سیمه‎ییزې همکارۍ رامنځته کړي چې موږ وکړای شو په راتلوونکي کې تلپاتې سولې ته ورسېږو.»

د ولسي جرګې بل غړي صالح محمد صالح هم څرګنده کړه:«د ملي امنیت شوراو مسوولیت لري هغه پېښې وڅېړي. هغوی راغلي دي چې سمه څېړنه وکړي او یوه حل لاره پیدا کړي.»

له دې مخکې افغانستان دوه ځلي دغه شورا ته شکایت کړی دی چې لومړی هغه يي د افغانستان په سرحدي پولو کې د پاکستان توغندیي بریدونه او دویم ځل هغو ترهګرو ته چې د افغان دولت او ملاتړو پرضد يې جګړه کوله د پاکستان لخوا د امن‎پټن ځایونو ورکول دي.

تمه کېږي دغه پلاوی د څېړنو وروسته د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې خپلې ارزونې ترسره کړي.

شریک یي کړئ