Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د میدان وردګو په عملیاتو کې د طالب قومندانانو وژل کېدل

د میدان وردګو پولیسو نن چهارشنبې د (لیندۍ په ۱ نېټه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د ۳طالب قومندانانو په ګډون ۱۶ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

په خبرپانه کې همدارنګه راغلي دي چې تراوسه په دغو عملیاتو کې د قاري یوسف، قاري مصطفي او قاري فرید په ګډون چې په پاکستان یې پوځي روزنې لیدلې وې ۱۶ طالب اورپکي وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وړاندې لیکلي چې دغه عملیات په میدان وردګو کې د دولت د مخالفو وسله‎والو د ځپلو په موخه په لاره اچول شوي او دغه عملیات د ملي پولیسو، ملي پوځ، د ځانګړې قطعې او کمانډو له خوا ترسره کېږي.

په دغو عملیاتو کې ۱۰ کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي او  علي خېلو او زیمني، زیولات، اسماعیل خېلو، محمد نور خېلو او په دره کهنه خمار کې دوام لري.

بلخوا دغه عملیات د میدان وردګو ولایت د نرخ په ولسوالۍ او دویم نمبر لویې لارې کې دوام لري.

خبرپاڼې د افغان ځواکونو او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ