Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هلمند د اوسېدونکو غوښتنه؛ د طالبانو له شتونه د دغه ولایت پاکول

د هلمند ولایت ځينې اوسېدونکي، د ولایتي شورا او مدني ټولنې ځينې غړي د اندېښني په څرګندولو سره وايي چې حکومت په پنځلسو کلنو کي نه دی توانېدلی چي د هلمند ولایت د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي.

دوی وايي د باغران او دیشو ولسوالی له تېرو څوارلسو کلنو راهیسې د وسله والو طالبانو له لوري اداره کېږي. خو د نوزاد ، موسی کلا او خانشین ولسوالی هم د درېیو کلنو راهیسې د طالبانو له لوري اداره کېږي. بل خوا سنګین ،کجکي ،ګرمسیر ، واشیر او مارجه هغه ولسوالی دی چي يوازي مرکزونه یې د افغان حکومت په لاس کي دي.

د مدني ټولنې فعال عبدالحق ځواکمن وايي:«له یوې نیمې لسیزې را په دې خوا شمالي برخې او لیرې پرتې ولسوالۍ له ډېرو ستونزو سره لاس او ګران دي.»

هلمندیان وايي چې د لښکرګاه ښار اړوند یو شمېر سیمي هم د افغان حکومت او طالبانو له لوري لاس پرلاس کېږي،او کله نا کله د لښکرګاه ښار په څنډو کي جګړه د ښار چوپتیا له منځه وړي.

د هلمند د ولایتي شورا غړی عطاالله افغان وویل:«ګواښونه ډېر دي. اوس ځينې مرکزي ولسوالیو لکه ناوه او نادعلي او همدارنګه د لښکرګاه ښار د څلورمې حوزې ځينې برخې د مخالفو وسله‎والو په لاس کې دي. او دا په دې مانا دي چې موږ هېڅ یوه ولسوالۍ په بشپړه توګه تر امنیتي پوښښ لاندې نه‎لرو.»

خو هغه ولسوالی چي د حکومت تر کنټرول لاندي دي هم له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دي.

د هلمند امنیه قومندان جنرال عبدالغفار صافي په دې اړه څرګنده کړه:«اوس موږ له ځينو ګواښونو سره مخ یو موږ د عملیاتو د ترسره کولو او د ګواښونو د کمولو لپاره ښه پروګرامونه لرو. زموږ بنسټیزه موخه دا ده چې ګواښونه له منځه یوسو او په هرې ولسوالۍ کې جلا جلا عملیات ترسره کړو.»

هلمندیان ګواښ کوي که د روان کال په ژمي کي یاد ولایت د طالبانو له شتون څخه پاک نه‎شي دغه ولایت به په راتلونکي پسرلي کي د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د سختو نښتو شاهد وي.

د هلمند ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې د باغران او دیشو ولسوالی له تېرو څوارلسو کلنو راهیسې د وسله والو طالبانو له لوري اداره کېږي

شریک یي کړئ