په هېواد کې د سیمهییز او دودیزو جامو د معرفي لپاره د کلتوري پروګرامونو له زیاتوالي سره جوخت، د جامو دا ډول طرحو سره د ښځو لېواتیا هم زیاته شوې ده.
محسنه ثاقب له هغو مېرمنو ده چې د افغاني جامو د طرحې په برخه کې په کابل کې کار کوي.
مېرمن ثاقب د جامو د طرحو لپاره یوه وړه کارخونه جوړه کړې ده چې د فعالیت یې څه کم یو کال کېږي اوس یې ډېر پېرېدونکي پیدا کړي.
محسنه وایي له خپل کاره راضي ده.
هغه زیاتوي:«داسې ورځې هم شوي دي حتا د دې موکه نه وي چې غوښتنې واخلم.»
محسنې خپل کار په ۲۰ زره ډالرو پیل کړ او څه کم یوه کال یې پانګه ۵۰ زره ډالرو ته ورسېده.
سمیه د محسنې لور ده چې په هند کې د جامو د طرحې مسلکي زده کړه کوي. وایي که یې ملاتړ وشي مور سره به یې په ګډه کار پراخ کړي.
سمیه څرګنده وي:«د مجبوریت له امله له هېواده بهر ته ولاړم؛ ځکه دلته دننه په افغانستان کې چې هر ځای ته ولاړم ترڅو یو ځای پيدا کړم او په دې څانګه کې کار وم، له بده مرغه نه وه.»
مېرمن ثاقب وایي هڅه کوي چې په خپل کارځاي کې جامې په لوړ کیفیت سره طرحه کړي او له مېرمنو غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
هغه په ډاګه کوي:«هغه مېرمنې چې پانګه لري او لېواله دي؛ دوه زړي دې نه وي، خپل استعدادونه دې نه خښوي او په کور کې دې نه ساتي او هڅه دې وکړي څرګند یې کړي.»
وروستیو کلونو کې په دې برخه کې کارکولو سره د مېرمنو لېوالتیا پیدا شوې او زیات شمېر مېرمنې په دې کار بوختې دي.
چې د جامو طرحې یې په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې پلورل کېږي.