Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په ناامنو لارو کې کارکوونکي او پوځیان څنګه تګ راتګ کوي

پوځیان، دولتي کارکوونکي او د یو شمېر نورو ادارو کارکوونکي د هېواد له ناامنو لویو لارو څه ډول تېرېږي؟

ډېری کسان یې په اوونیو او آن په میاشتو په تمه پاتې کېږي چې پوځي الوتنو سره د پام وړ ځایونو ته ولاړ شي، خو ډېری نور بیا له پوځي کاروانونو سره د خطر په منلو سره سفر کوي.

د طلوع نیوز خبریال تیم حمید په دې اړه د رپوټ د چمتووالي لپاره څو ولایتونو ته سفر کړی او وايي چې د ناامنو لارو تګ راتګ کوونکي، د لوګر او پکتیا ولایتونو څخه په تېرېدو سره له څو پوځي کاروانونو سره پکتیکا ته ځي او د دغه سفر په اوږدو کې له پکتیکا څخه د غزني او میدان وردکو ولایتونو په لور درومي.

له کابل نه پکتیا ته، په عادي لیني موټرو کې سفر کېدای شي، خو له پکتیا نه بیا پکتیکا ته یوازې له نظامي موټرو سره سفر شونی دی.

تمیم حمید وايي چې هغه له خپلو دوه همکارانو سره د پکتیا د پولیسو د لومړۍ حوزې د امر تحمل شیرزاد له مرستې سره د پولیسو او ملي پوځ له کاروان سره، د پکتیا له مرکزه د زرمت ولسووالۍ په لورې حرکت کوي؛ په داسې حال کې چې د «هاموې» په غزروال موټر کې د ښاغلي شیرزاد لپاره هم ځای نه وه.

دا خوځنده تصویرونه ښيي چې د سړک وضعیت څه ډول دی. سړک د پکتیا له مرکز څخه د زرمت ولسوالۍ ته رسېږي.

د سرتېرو ترمنځ مستي او موسیقي د دې ښودنه کوي چې هغوی پر دې لار شته ګواښونه هېر کړي، هغه ګواښونه چې د شپې له تورتم کېدو سره زیاتېږي.

تحمل شیرزاد وايي:«کله چې موږ له کاروان سره درومو، د (شپې) په دغو ساعتونو کې پر موږ برید کېږي او سختې جګړې نښلي او زموږ کسان مړه او ټپيانېږي.»

د پکتیکا د پولیسو له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر روزالدین ستانکزی وايي هغوی ته امر شوی چې د لوړو امنیتي ګواښونو له امله، باید په دغې لاره شخصي موټر پرې نه ږدي چې تګ راتګ وکړي. هغه زیاته کړه:«له پلازمېنې یې موږ ته خبر راکړ چې په دغې لارې له شخصي موټرو سره تګ راتګ ونه کړو! ډېری وخت په دغو لارو طالبان او نورې ترهګرې ډلې په کمین کې وي او همدارنګه د تلاشۍ تم‎ځایونه یې هم جوړ کړي وي.»

په دغې لارې خپل مقصد ته له رسېدو وروسته، د طلوع نیوز خبریالان له قومندان شیرزاد سره، له پکتیکا څخه د غزني په لور درومي.

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ بند سردې ته نېږدې،د پوځ کومانډوي ځواکونه چې د هغوی په تمه وو له کاروان سره یوځای کېږي.

د غزني اندړ ولسوالۍ چاردېوال سیمې ته له رسېدو وړاندې، د ملي پوځ بل کاروان د هغوی له کاروان سره یو ځای کېږي.

په غزني ولایت کې د ملي پوخ افسر رحمان الله چې کلونه یې په دغه ولایت کې دنده ترسره کړې وايي:«په همدې ځای کې چې موږ او تاسې د حرکت په حال کې یوو، همدلته سهار زموږ په وړاندې ماین اېښودل شوی وه چې وچاودېد او له هغه وروسته برید وشو چې څو ساعته مقاومت مو وکړ.»

د پولیسو سرتېري چې د اندړو ولسوالۍ په لیرې پرته سیمه کې له موږ سره یو ځای کېږي، په دغه سفر کې زموږ وروستي ملګري وو.

په همدې ترتیب سره یوه بله ورځ پای ته رسېږي او د دغو سیمو اوسېدونکي لا هم په تمه ده چې یوه ورځ به یې په سیمو کې امنیت ټینګ شي او راتلونکی به یې ډاډمن شي.

شریک یي کړئ