Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نوې طرحه؛ له کاغذي پېژندپاڼو استفاده کېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې داسې طرحې خبره کوي چې له مخې به یې د رایې کارونکو نوم لیکنه او د نوملړ برابرول به د کاغذي پېژندپاڼو په استفاده وشي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرپرسته وايي چې ټاکل شوې د راتلونکي کال د وري په میاشت کې د نفوذ د احوالو ثبت اداره به د تذکرو وېش پیل او د ټاکنو تر وخته به له ۱۰ مېلیونونو څخه پر زیاتو هېوادوالو پېژندپاڼې ووېشل شي. له دې سره د رايې کارونې پخواني کارډونه باطلېږي.

دټاکنو خپلواک کمیسیون د طرحې شریکولو په موخه د دغه کمېسیون درېیمه ملي غونډه رایي ورکوونکو نوملړ او د رایي ورکوونکو نوم لیکنې ترڅنګ پر کاغذي  پېژندپاڼو متمرکزه ده.

دغې غونډې ته د مدني ټولنې او د سیاسي ګوندونو غړي رابلل شوي وو ترڅو د دغې طرحې پياوړو او کمزورو ټکو یادونه وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون سرپرسته وسیمه بادغیسي وايي:«د رای ورکوونکو د نوملړ چمتو کول د کاغذي سیسټم پر بنسټ او تذکرې ته متمرکز دی چې یوه اوونۍ وړاندې موږ د نفوذ د احوالو د ثتب له ادارې سره هوکړه‎لیک لاسلیک کړ چې ۱۰ مېلیونه افغان وګړو ته دې پېژندپاڼې ووېشل شي. او دا بهیر به د وري په میاشت کې پیل شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې اند دی چې که دغه طرحه پلي شي د ټاکنو لګښت به کم او د درغلیو مخنیوی به هم وشي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالبدیع صیاد په دې اړه وویل:«له بده مرغه په تېرو ټاکنو کې معیین او ټاکلی نوملړ نه وه او اوس موږ دې پایلې ته رسېدلي یوو چې موږ باید د رای ورکوونکو یو نوملړ ولرو.»

خو د دې طرحې په اړه اندېښنې دا دي چې د نفوذو د احوالو ثبت ادارې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون به د وخت له پلوه ونه شي کړای چې د پېژندپاڼو او د رای ورکوونکو نوملړچمتو کړي.

د اکسین شبکې رییس جانداد سپين غر په دې اړه څرګنده کړه:«د وخت له پلوه دغه طرحه عملي نه ښکاري.»

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د خپلې جوړې شوې طرحې په تړاو اندېښنې لري.

ښاغلي صیاد زیاته کړه:«موږ نه وايي چې دغه طرحه به سل په سلو کې بریالۍ وي او د درغلیو مخه به ونیسي له شک څخه پرته ستونزې به وي.»

د دې طرحې یوه بله ستونزده د تذکرو په ترلاسه کولو کې د خلکو ګډون په ځانګړي توګه ناامنه سیمو کې دی.

د فیفا اجرايي رییس یوسف رشید په دې اړه وویل:«موږ د دوه بنسټونو یعنې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د نفوذ احوالو د ثبت ادارې ترمنځ د همغږۍ کمزوري وینو چې تراوسه روښانه نه ده چې کارونه څه ډول په مخ بیايي.»

په دې غونډه کې د لید لورو او ځينې تغییراتو وروسته تمه کېږي په راتلونکي اوونۍ کې دغه طرحه له حکومت سره شریکه شي.

شریک یي کړئ