Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو کمېسیون د مشر د معرفي کولو لپاره غني ته ۲۰ ورځنی مهلت

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ارګ څخه غواړي چې په ۲۰ ورځو کې دې دغه کمېسیون ته یو کس وروپېژني.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مُنشي وایي د کمېسیون اداري پلاوی به ۲۰ ورځې نور هم د سرپرست، مرستیالانو او مُنشي په توګه کارونو ته دوام ورکړي.

خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه بیا وایي د کمېسیون د اداري پلاوي د کار دوام غیرقانوني بولي.

د ټاکنو د قانون له مخې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اداري پلاوي مسوولیتونه د دې کمېسیون د غړو له غوره کېدو یو کال وروسته د لیندۍ په اوومه پای ته رسېدلي، خو د دې کمېسیون غړو پرېکړه کړې چې د نوموړي کمېسیون مرستیالانې ملیحه حسن او وسیمه بادغیسي او منشي او ویاند عبدالبدیع صیاد ۲۰ ورځې نور هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د اداري پلاوي په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون منشي عبدالبدیع وايي:«موږ هیله لرو چې حکومت د کمېسیون د غړیتوب لپاره تر ۲۰ ورځو یو کس معرفي کړي ترڅو موږ ۷ غړي بشپړ شو او وکړای شو د اداري پلاوي د ګمارنې لپاره ټاکنې ترسره کړو.»

پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو په وینا ترهغه چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو غړی معرفي نه‎شي، د نوموړي کمېسیون غړي د دې کمېسیون د اداري پلاوي لپاره راي ګیري نه‎‎شي کولای. دا بنسټونه د اداري پلاوي د غړو د کار دوام ناقانونه بولي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف په دې اړه وویل:«له قانوني پلوه د هغوی کار ستونزه لري تر پرونه یې مشروعیت درلود، خو ټول مشروعیت یې خلاص شوی ځکه چې قانون ورته یو حد ټاکلی. دغه کمېسیون دې یوه مرکه ترتیب کړي ترڅو اوم کس راشي او یو کس د سرپرست په توګه ومني خو له قانوني بنسټونو سره دې وڅېړي.»

له بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دوهمه علني غونډه کې د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د رایو مرکزونه په ډاګه کړل. دا کمېسیون وايي په هېواد کې د رایو د څه د پاسه ۲ زره او ۸۰۰ مرکزونو په اړه څېړنې شوې خو د دې کمېسیون کارکونکي د هېواد په ۳۲ ولسوالیو کې د ناامنۍ له امله د دغو مرکزونو په اړه په څېړنو بریالي شوي نه دي.

اخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رایو د مرکزونو د تشخیص او ټاکلو په اړه د شکایتونو د ثبتولو خبره کوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي علي رضا روحاني په دې اړه په ډاګه کړه:«د شنبې په ورځ  د لیندۍ په ۱۱ مه د شکایتونو ثبتول پیلېږي او تر ۷ ورځو دوام پیدا کوي، خلک کولای شي  چې د رایو د مرکزونو د تشخیص او ټاکو لپاره خپل شکایتونه ثبت کړي.»

ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ په ۱۶ مه ترسره شي. که څه هم د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه اندېښنې شته خو امریکايي چارواکي ډاډ ورکوي چې د انتخاباتو پرمهال به د خلکو امنیت وساتي.

شریک یي کړئ