Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان له خوا د ملا منصور د مرګ د طرحې احتمال

نیویارک ټایمز په یوه رپوټ کې چې د چهارشبنې په ورځ خپور شوی لیکلي چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد اختر،هغه څو ساعته مخکې چې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شي، پوهېده چې کومه دوکه په لاره کې ده.

رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۱۶ کال په مۍ میاشت کې کله چې په ایران کې له یوې پټې لیدنې څخه د پاکستان په لور را روان وه د دغه هېواد په سوېل لویدیځه برخه کې وه چې خپل ورور او خپلوانو سره په اړیکه کې شوی او له هغوی څخه یې غوښتي چې دهغه د مرګ لپاره چمتووالی ونیسي.

د طالبانو یوه پخواني قومندان چې له ملا منصور سره یې نېږدې اړیکې لرلې، له نیویارک ټایمز سره په یوې مرکه کې وویل:«هغه پوهېده چې څه پېښېدونکي دي.»

هغه زیاته کړه:«له همدې امله هغه له خپلې کورنۍ څخه غوښتل چې څه باید وکړي او باید سره یو موټی پاتې شي.»

رپوټ کاږي چې دا د طالبانو یوه قومندان ته ډېره ستونزمنه ده چې یوې مرکې ته حاضر شي. خو دغه قومندان د دې په شرط مرکې ته حاضر شو چې په دغه رپوټ کې د هغه نوم او ځای ګی په ډاګه نه شي،ځکه چې هغه په دې وروستیو کې له ترهګرو څخه جلا شوی او ژوند یې په ګواښ کې دی.

رپوټ لیکي چې له دغې پېښې څخه یوه کال وروسته، د جګړې په دواړو لوریو کې افغانان او همدارنګه د امنیت په برخه کې یو زیات شمېر لوېدیځي شنوونکي، وايي چې له ډېر ګمان سره پاکستان د ملا منصور مرګ طرحه کړی ترڅو د طالبانو هغه مشر چې اوس پر هغوی باور نه‎لري له منځه یوسي.

د طالبانو دغه قومندان همدارنګه وايي:«پاکستان ډ‌ېرې ځواکمنې غوښتنې لرلې. منصور به ویل چې تاسې (پاکستان) نه شئ کولای په هرې موضوع کې پر ما فشار راوړئ.زه بلواګري پر مخ بیایم، جګړه کوم او مرګ ژوبله ورکوم؛ او تاسې نه‎‎شی کولای پر ما فشار راوړئ.»

د ملامنصور له مرګ څخه وروسته مولوي هبت الله اخندزاده د هغه پر ځای وګمارل شو.

د طالبانو د دغه مشر له مرګ څخه دغه ډلې خپل بریدونه زیات کړل او د ډېرو سیمو د لاندې کولو په لټه کې شول.

د طالبانو قومندان وویل چې هېڅ شونې نه ده چې د طالبانو له ډلې د دغې موضوع په اړه څه ووايي.

هغه زیاته کړه:«۹۰ سلنه طالبان پاکستان د (ملا منصور پر وژلو) تورن وي.خو هغوی څه نه شي ویلای هغوی وېرېږي.»

د دغه رپوټ په حواله، د خپلې ډلې د تمویل او ملاتړ د سرچینو د ډېرېدو په هڅه کې وه او غوښتل یې چې د افغانستان پر اتو ولایتونو لوړ بریدونه ترسره کړي.

هغه د پاکستان د څارګرې ادارې د عربو او د خلیجي هېوادونو او نشه‎يي توکو په تمویل چې د طالبانو د تمویل اصلي سرچینه بلل کېږي تړلی وه. خو هغه له ایران او حتا روسیې څخه هم د وسله او په نورو برخو کې ملاتړ غوښت.

د رپوټ پر بنسټ، ملامنصور ایران ته په خپل وروستي سفر کې له ایراني او روسي چارواکو سره لیدلي کاته او خبرې اترې کړې وې.

هغه همدارنګه له ایران او روسیې سره د سولې په اړه له خپلو وییونو سره خبرې اترې کړې وې چې دې کار د پاکستان لپاره یو ستر تفاوت رامنځته کړ.

رپوټ همدارنګه کاږي چې ملامنصور د پاکستان د څارګرې ادارې هغه حکمونه چې د بیخبنسټونو لکه ښوونځيو، پلونو، واټونو د ویجاړولو لپاره ورکړل شوي وي رد کړي وو.د بیخبنسټونو ویجاړول د دې لپاره وو چې پر افغان حکومت د جګړې لګښت ډېر شي.

هغه همدارنګه د ده د لومړي مرستیال په توګه د سراج‎الدین حقاني له ګمارلو سره هم مخالف وه او هغه د پاکستان له غوښتونو سرغړونه کړې وه ترڅو وکړای شي د خپلو خبرو اترو او مذاکرې اجنډا په مخ یوسي.

رپوټ کاږي چې ملامنصور غوښتل چې د طالبانو سیمه‎ییزو قومندانانو ته ډېر واک او ډېره وړتیا ورکړي او هغوی ته د دې وړتیا ورکړي چې هغوی په خپله خپلې مالي سرچینې زیاتې کړي او خپلې پرېکړې په خپله وکړي او همدارنګه د خپلې ملي پالنې حس ترلاسه کړي او پر ترهګرۍ د پاکستان کنټرول کم کړي.

د طالبانو د مالیې پخواني وزیر او د دغې ډلې د سولې مذاکره کوونکي اغاجان معتصم په ګډون د طالبان یو ډېرشمېر پوه کسانو ویلي چې ملامنصور چمتو وه ترڅو مذاکره وکړي له همدې امله خپل یو شمېر لوړپوړي استازي یې د بریالۍ لیدنې لپاره یې پاکستان ته استولي وو.

کله چې ملامنصور د پاکستان په لور روان وه، د ګردي ځنګله په سیمه کې د کډوالو په یوه پنډغالي او همدارنګه په پاکستان کې د طالبانو فعالیت مرکز کې تم شوی وه او د طالبانو له مشرانو او قومندانانو څخه یې هم غوښتي وو چې د یوې لیدنې لپاره سره راغونډ شي.

شریک یي کړئ