Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل بهیر د دویمي غونډې د جوړېدو لپاره چمتووالی

په دغې غونډه کې چې د نړۍ د ۳۰ هېوادونو استازي به په هغه کې حضور پیدا کړي، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان نوې تګلاره او همدارنګه په هېواد کې د سولې د ټینګښټ پر څرنګوالي، به بحث او خبرې اترې وشي.

ملي دفاع وزارت وايي چې د ترهګرو له‎منځه وړل او په سیمه کې له ترهګرۍ د ملاتړۍ بندېدل، په دغې تګلاره کې له لیکل شویو وړندیزونو څخه دي. د کابل بهیر دویمه غونډه، د روان زیږدیز کال د فبرورۍ په لومړیو ورځو او د سلواغې میاشتې په نیمايي، کابل کې به ترسره شي.

د کورنیو چارو وزارت د رسنیو د دفتر سرپرست نجیب دانش په دې اړه څرګنده کړه:«یو امنیتي کمېسیون رامنځته شوی، چې مشري یې د کورنیو چارو وزارت د لوړپوي امنیتي مرستیال په غاړه دی. دغه کمېسیون خپل کار او او د دغې غونډې د امینتي تابیاو لپاره لازم چمتووالی نیولی دی.»

له ترهګرۍ سره مبارزه او له سولې سره د اورپکو ډلو یوځای کېدل، له هغو مهمو موضوعګانو څخه دي چې په دغې غونډه کې به پرې بحث او خبرې اترې وشي.

د اجرايي ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي وايي:«افغان حکومت، په دې برخه کې لازم چمتووالی او لازم بحثونه لري. هیله ده چې دا غونډه، په بریالیتوب سره، په افغانستان کې یو ځل بیا ترسره شي.»

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي چې په دغې غونډه کې، په سیمه کې د ترهګرۍ د ملاتړۍ په اړه به هم بحث وشي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:«له ترهګرو باید ملاتړ ونه‎شي، ترهګر باید له‎منځه یوړلی شي، او ټوله نړۍد افغانستان تر خوا ودرېږي.»

د کابل بهیر لومړنی غونډه د افغانستان د سولې د خبرو اترو د برخلیک د روښانه کېدو لپاره، د روان هجري لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې په کابل کې ترسره شوه. په دغې غونډه کې، د ۲۷ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وه.

د ترهګرو له‎منځه وړل او په سیمه کې له ترهګرۍ د ملاتړۍ بندېدل، په دغې تګلاره کې له لیکل شویو وړندیزونو څخه دي.

شریک یي کړئ