Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل پوهنتون کې د یوې زده‎کړیالې د ځان وژنې په غبرګون کې لاریون

د کابل پوهنتون سلګونه محصلینو نن په همدغه پوهنتون کې د یوې محصلې د ځان وژنې په غبرګون کې لاریون وکړ.

ځينې لاریون کوونکي ادعا لري چې زهرا خاوري د وترنرۍ پوهنځي د وروستي کال محصله وه او پایلیک یا مونوګراف یې په پرله‎پسې توګه رد شوی وه، ځکه یې د زهرو په خوړلو سره ځان وژنه کړې ده.

لاریون کوونکي غواړي چې د زهرا لارښود استاد او د پوهنتون د لیلیې مدیر دې ونیول شي او سزا دې ورکړل شي.

زده‎کړیال سید مجتبي په دې اړه وویل:«په کانټینر کې یې ۲۰ تر ۳۰ چرګان ساتل. یو کانټیر چې په بشپړه توګه د زړو توکو ډک وه.»

کامله د زهرا سره په یو اطاق کې وه او د زهرا د مړینې یو لامل هم د لیلې مسول بولي.

دا وایي چې زهرا په لومړیو کې بې هوشه وه او ډاکټر ته د بیولو پرمهال د لیلې مسوولې اجازه  ور نه کړه.

کاملې زیاته کړه:«په ځلونو یې د خپل لارښود استاد له خوا یې د خپل پای لیک ردول اورېدل. له همدې امله یې په ځان وژنې لاس پورې کړ، کله یې چې ځان وژنه وکړه، د شپه‎غالي مسوولینو پرې نه ښودو چې هغه روغتون ته یوسو.»

په همدې حال کې د زهرا خپلوان د  کابل پوهنتون د مسوولینو پر بې غورۍ نیوکه کوي او وایي چې زهرا روغتون ته پر وخت د نه وړلو له کبله مړه شوې ده.

د زهرا خاوري پلار یونس وايي:«هغه څوک چې دا کار کوي باید له کار څخه ویستل شي ترڅو بیا دا کار ترسره نه‎کړي. زما لور خو ځان وژنه وکړه او ولاړه، باید د بل چا اولاد داسې نه‎شي.»

دا پوهنتونونو کې د ځان وژنې لومړۍ پېښه نه‎ ده یوه میاشت مخکې هم د بدخشان پوهنتون په لیلیه  کې یو هلک او یوې نجلۍ د نامالومو دلایلو له امله ځان وژنه کړې وه.

شریک یي کړئ