Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل کې پر یوه فرهنګي مرکز د برید په پایله کې ۴۱ تنه وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت چارواکي د دې پخلی کوي چې د کابل په لوېدیځ کې د تبیان په فرهنګي مرکز د برید په پایله کې ۴۱ تنه وژل شوي او ۸۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت  ویاند وايي چې د وژل شویو په منځ کې څلور ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

نن لس نیمې بجې وې چې د کابل ښار په لوېدیځ د پولیسو د شپږمې حوزې په اړونده سیمه کې درې پرله‎پسې چاودنې وشې .

د طلوع نیوز خبریال چې سیمې ته تللی وايي چې په لومړي سر کې یوه ځانمرګي بریدګر ځان ته د دغه مرکز د ګډون کوونکو په منځ کې چاودنه ورکړه او له هغې وروسته د دغه مرکز په کوڅه کې دوه نورې چاودنې چې د ځای پر ځای شویو ماینونو له امله وو وشول.

ویل کېږي چې پر دغه مرکز د برید په پایله کې دوه خبریالان او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي .

له بلخوا د پېښې شاهدان وايي چې دغه د قربانیانو په منځ کې ماشومان او ښځې هم شته.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د تبیان په فرهنګي مرکز برید غندلی او هغه یې یو د بشریت پر ضد جنایت او یو ستر انساني ناورین بللی دی.

د پېښې شاهدانو همدارنګه زیاتوي چې د دغه برید ډېری قربانیان د استقلال روغتون ته لېږدول شوي دي. د دغه روغتون چارواکي د پنځو تنو روغتیايي حالت ښه نه بولي.

په خپرپاڼه کې راغلي دي:«ترهګرو په دغه برید کې زموږ ځینې هېوادوال شهیدان او ټپيان کړل او دا ډله د جوماتونو، سپېڅلو ځایونو، فرهنګي مرکزونو په نښه کولو سره د بشریت ضد جنایتونه او نه بښوونکې کړنې ترسره کوي. چې داسې خوځښتونه، د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو په خلاف حسابېږي.»

د خبرپاڼې پر بنسټ ولسمشر اړوندو مسوولینو ته لارښونه کړې ده چې د دغې پېښې د څرنګوالي د څېړنې ترڅنګ د پېښې ټبیانو او قربانیانو ته هم په بیړه رسېدنه وکړي.

د دغې پېښې پړه داعش ډلې منلې ده.

شریک یي کړئ