د کډوالو او راستندېدوکو چارو وزارت یو څېړنه ښيي چې د روان هجري لمریز کال له پیل څخه د کډوالۍ ښکارندې تراوسه کابو ۷ میلیارده ډالره د هېواد اقتصاد ته دننه کړي دي.
د دغې څېرنې پر بنسټ،کابو د هغو شپږو مېلیونه هېودوال د پیسو رالېږد چې له هېواد څخه بهر ژوند کوي او همدارنګه افغانستان ته د کډوالۍ په چاره کې د نړیوالو مرستې دغه ۷ مېلیارده ډالره جوړوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي په دې اړه وویل:«سږ کال څه باندې ۷ مېلیارده ډالره د کډوالۍ د ښکارندې له اړخه د هېواد اقتصاد ته راغلي دي.»
ښاغلي عالمي په دغې غونډه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو په وزارت کې د راستنېدونکو د ډیجیټلي مالوماتو مرکز له پرانستو څخه خبر ورکړ.
دغه مرکز د کډوالو د نړیوال سازمان او امریکا په مالي مرسته جوړ شوی دی، د راستنېدونکو په اړه ټول مالومات او همداراز هغې مرستې چې دوی ورته اړتیا لري په دې مرکز کې ثبتېږي.
په افغانستان کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان رییس لارنس هارټ وویل:« دا سیستم موږ له بیړني وضعیته باسي او د یوه بنسټیز پروګرام په لور مو بیایي، د راستنېدو وخت چې دوی رارسېږي ثبتېږي او له ټولو مهمه دا چې دا سیستم د ښځو او نارینه وو د اړتیاوو په پېژندلو کې مرسته کوي.»
له بلخوا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر په دغو مراسمو کې وايي هر کال یوه زیاته اندازه پيسې د هغو افغانانو لخوا چې له هیواده بهر ژوند کوي افغانستان ته واردیږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې په روان کال کې څه د پاسه یو مېلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.