Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په اړه د ولسي جرګې متفاوت غبرګون

د مشرانو جرګې ځيني غړي د ګلبدین حکمتیار، د وروستیو څرګندونو په غبرګونو کې وایي چې سیاسي مشران دي خلک یووالي ته را وبلي.

د مشرانو جرګې غړي وایي چې د حکمتیار دا څرګندونې د افغانستان له اوسني وضعیت سره اړخ نه لګوي.

خو د مشرانو جرګې ځيني نور غړي وایي د حکمتیار د وروستیو څرګندونو موخه دا وه چې ټولو ولایتونو ته یو شان خدمات ترسره شي.

په خوست ولایت کې د ښاغلي حکمتیار وروستۍ څرګندونې په مشرانو جرګې کې د بحث وړ موضوع وه.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په دې باور دي چې دا څرګندونې د افغانانو د ملي یووالي پرخلاف دي.

د مشرانو جرګې غړې لیلما احمدي په دې اړه وویل:«له ښاغلي حکمتیار او ټولو سیاسي شخصتیتونو څخه تمه دا ده چې د یووالي، همغږۍ خواته خلک راوبولي.»

خو یو شمیر نور سناتوران بیا د حزب اسلامي د مشر څرګندونې داسې تعبیروي.

د مشرانو جرګې غړي محمد نذیر فقیري په دې اړه وویل:«د حکمتیار صاحب څرګندونې دا نه وې چې ولې په نورو ولایتونو کې پرمختګونه شوي، هغه ویلي چې باید په ټولو ځایونو کې کار ترسره شي.»

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار څرګنده کړه:«افغانستان دې د یوه کار په توګه وي او که چېرې بیارغونه کېږي او خدمات وړاندې کېږي ټولو ولایتونو ته دې یو شان وي.»

ګلبدین حکمتیار دوه ورځې مخکې په خوست ولایت کې وویل ډېری قومونه په افغان حکومت کې ونډه نه‎لري او د بامیان، دایکندي او پنجشیر په شان کوچنیو ولایتونو په پرتله د لویې پکتیا ونډه لږ ده.

د مشرانو جرګې غړي وایي چې د حکمتیار دا څرګندونې د افغانستان له اوسني وضعیت سره اړخ نه لګوي. خو ځینې نور بیا هغه د وینا تعبیر ټولو ولایتونو ته یو شان خدمت بولي.

شریک یي کړئ