د ایران ولسمشر، حسن روحاني وایي، د ایران حکومت باید د هغو هېوادونو پر وړاندې ودریږي چې د دې هېواد د ملي ګټو پر ضد پورته شوي وي.
دښاغلي روحاني چې ۱۶ وړاندیز کړي وزیران یې په پارلمان کې ومنل شول، استازو ته په وینا کې وویل، اوس د ایران د حکومت لویه دنده د اټومي پروګرام له هوکړهلیک او بله دنده مو د هغو هېوادونو پر وړاندې چې د ایران د ملي ګټو پر وړاندې دریږي له اټومي پروګرام څخه دفاع ده.
نوموړی ټینګار کوي په نړۍ کې هیڅ یو هېواد څنډې ته کیدای نشي او دا چاره د ایران د حکومت په ګټه هم نه ده، نو یاد د اټومي پروګرام د هوکړهلیک له مخې ایران د نړۍ له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخوي.
دا خبرې وروسته تر دې وشوې چې د امریکامتحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په مشري د امریکا د نوي حکومت او د ایران ترمنځ اړیکې بیا خړې شوې.
واشنګتن په دې وروستیو کې پر ایران نوي بندیزونه ولګول چې د یاد هېواد د سختې غوسې لامل شوی دی.