Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیګر:د افغان امنیتي ځواکونو فاسد قومندانان به محکمې ته وکاږل شي

سیګر یا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا څارنې ځانګړې اداره ټينګار کوي چې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو فاسد قومندانان به محکمې ته وکاږل شي.

د سیګر ادارې په یوه نوي رپوټ کې راغلي دي، په داسې حال کې چې د افغان ځواکونو پر روزنې او تجهیز شاوخوا ۷۰ میلیارد ډالر لګول شوي دي، خو افغان ځواکونه لا هم د هېواد امنیت یې نه‎شي ټینګولی.

د سیګار اداره باور لري، چې دا ستونزه له هماغه لومړيو وه، ځکه امریکا د افغانستان د پوځ او پولیسو لپاره سم پروګرام نه درلود.

سیګر ټینګار کړی، چې امریکا دې له افغان ځواکونو سره د مرستې په بدل کې، د اصلاحاتو او د فساد پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړي.

جان ساپکو، د کورنیو چارو وزارت، یوه پخواني وزیر ته په اشارې سره وایي، چې زیاتې مرستې تالاترغۍ شوي دي.

ښاغلي ساپکو وویل:«موږ د یوه وزیر پر دفتر او پر یوې ماڼۍ د دغه دفتر پر بدلولو مېلیونونه ډالر لګولي. که زموږ مرستې مشروطې وای، دې وزیر ته ګوتڅنډنه کېده، چې د دې دفتر پر ځای باید د فساد پر وداندې مبارزه وکړي. دا دفتر د کورنیو چارو د وزیر دفتر و. وروستی ځل چې مې ولسمشر غني سره ولیدل، راته یې وویل تر نورو ادارو د کورنیو چارو په وزارت کې فساد زیات دی.»

له دې ټولو سره سیګر اداره هیله منه ده، چې د امریکا نوی مشرتابه او د افغان له حکومت پابندۍ سره به، په امنیتي ادارو کې بدلون راشي.

د امنیتي چارو کارپوه انټوني ګورډسمن په دې اړه وویل:« په ۲۰۰۲ کال کې، د سیستم د بدلون لپاره لارې ډېر وې.په دې څېر وضعیت سره به په راتلونکې کال کې روښانه شي، چې اوسني تغییرات بریالي و او که څنګه.»

تر اوسه د افغان د حکومت چارواکو، د سیګر ادارې د دغه رپوټ او د جان ساپکو د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه