په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نېکي هیلي وایي، چې د تېر په پرتله اوس له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې نېږدې شوې دي.
نیکې هیلې په دې باوري ده چې امریکا د ترهګرو په وړاندې تر خپله وسه پورې همکاري کوي، خو واشنګتن ته له طالبانو سره د سولې خبرې ډېرې ارزښت لري.
نېکي هیلي چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې خبرې کولې څرګنده کړه:«د افغانستان په اړه د امریکې د سیاست کارنده دی، موږ د دې تګلارې په پایله کې د پام وړ بدلونونه لیدلای شو، وینو چې د پخوا په پرتله له طالبانو سره خبرو ته نېږدې شوي یوو.»
هغه تینګار کوي چې په افغانستان کې سوله، د امریکې لپاره مهمه ده او په هر ډول چې کېږي باید په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي:« تاسو پوهېږئ چې د امریکا د حکومت لپاره لوي لومړیتوب دا دی هر هغه څه چې په توان کې لري په افغانستان کې یې ترسره کړي، دا هېواد د ډېرې مودې لپاره د ترهګرو پټنځای وه، نو له طالبانو سره سوله هم زموږ لپاره مهمه ده.»
د ملګروملتو سازمان د امنیت شورا دوره یي رییس هم په افغانستان کې د تفاهم له لارې د جګړې د پاي ته رسولو لپاره د هراړخیزې هوکړې خبره کوي.
خیریت عمروف څرګنده کړه:« په افغانستان کې د سیاسي بهیر ترڅنګ پوځی حل لاره هم شته، یوازې د هراړخیزو هڅو له لارې مخالفین له ماتې سره مخامخ کېدای شي.»
ظاهراً له طالبانو سره د جګړې ترڅنګ له دې ډلې سره خبرې هم د امریکا لپاره مهمې ښکاري.
خو له طالبانو سره د سیاسي موافقې لید لوری هم له ننګونو ډک ښکاري.
ښاغلي عمروف زیاته کړه:« طالبان د یوې وېشل شوې ډلې، نه د سیاسي بهیر په توګه د سولې د رغنده خبرو لپاره هڅې پېچلې کوي.»
بل خوا رویټرز ته ځینې سرچینې ویلي چې سید حامد ګیلاني په اسلام اباد کې د طالبانو د قطر دفتر په استازیتوب له یوه پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.
په تېرو ورځو کې رویټرز خبري اژانس د طالبانو د دوو لوړپوړو چارواکو له خولې لیکلي په قطر کې د طالبانو دفتر یوه درې کسیز پلاوي په اسلام اباد کې د ملي محاذ ګوند له مشر سیدحامد ګیلاني سره کتلي دي.
خو داسې باور کیږي چې طالبان په معمول ډول د ژمي په موسم کې خبرو ته لیوالتیا ښيي او په پسرلي او اوړي کې خپلو جګړو ته دوام ورکوي.
تراوسه د طالبانو له باصلاحیته پلاوي سره د حامدګیلاني د کتنې جزیات نه دي روښانه شوي خو له دې مخکې ښاغلي ګیلاني ویلي و چې د حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب کوي.
طالبانو هم تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.