Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

معاذالله دولتي:د ټاکنو په کمېسیون کې پرېکړې په پټه نیول کېږي

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو مشرتابه غړی ادعا کوي چې په دغه بنسټ کې ډېری پرېکړې د څلورو تنو او په پټه نیول کېږي.

د ټاکنو د کمېسیون دغه غړی زیاتوي چې د ټاکنو کمېسیون پرېکړې د دغه بنسټ د درې نورو غړو تأییدي نه‎لري.

ښاغلي دولتي په دې اړه څرګنده کړه:«زه تاسو ته یو مثال وایم کله چې موږ غوښتل د دارالانشا رییس معرفي کړو، له دې وروسته کله چې لومړنۍ ازموینې واخیستل شوې، خو له بده مرغه د کار په پای کې مو یوه رسمي جلسه نه لرله د هغو درې کسانو په اړه چې باید ولسمشرۍ ماڼۍ ته استوو، هوکړې ته ورسېږو؛ هغه موضوع په یوې ناسته کې د هغوی څلورو تنو په منځ کې ترسره شوه، ټول کمېشنرانو ګډون نه درلود.»

دا په داسې حال کې ده چ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند په دې اړه له طلوع نیوز سره  خبرو حاضر نه‎شو، خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او د ټاکنو د برخې شنوونکي په دې اړه داسې وایي.

د افغانستان د رڼو او ازادو ټاکنو سازمان اجرائيه رییس حبیب الرحمان ننګ وايي:«په دغو اختلافاتو کې بهرني عوامل هم خپله اغېزه لري، حکومت هم په نېغه توګه د کمېسیون په کارونو کې لاسونه کوي او ځینې سیاستوال هم په دغو موضوعګانو کې شریک دي او دغو عواملو د کمېسیون کارونه له پڅوالي سره مخ کړي دي.»

د ټاکنیزو چارو کارپوه شاه محمود مل هم څرګنده کړه:«کمېسیون له مدیریتي پلوه د ټاکنو د مدیریت او د اصلاحاتو د پلي کولو لپاره د ګډو پرېکړو نیولو لپاره خپل ځواک له لاسه ورکړی دی.»

تر دې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوې بلې غړې ملیحې حسن ادعا کړې وه، چې د ټاکنو په کمېسیون کې ځینې پرېکړې په پټه کېږي او د کمېسیون ځېنې غړي څنډې ته  کړی شوي دي.

نجیب احمدزی، رفیع الله بیدار، عبدالقادر قریشي او ګلا جان صیاد هغه کسان دي، چې د ټاکنو کمېسیون د بل غړي معاذالله دولتي په وینا، ډېری پریکړې په پټه کوي. او همدارنګه په ډېریو نورو پرېکړو کې د دغه کمېسیون درې نورو غړو ته ونډه نه ورکوي.

شریک یي کړئ