د ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکې دایمي غړې نېکي هیلي وايي چې پاکستان له ترهګرۍ سره په جګړه کې د دغه هېواد په وړاندې د کلونو لپاره دوه ګوني چلند کړی، خو دا لوبه د امریکا د اوسني حکومت لپاره د منلو وړ نه دی.
هغه ګواښ کوي چې شونې ده پر پاکستان د امریکې ټولې مرستې بندې شي.
امریکا د پاکستان له پوځي او غیر پوځي برخو سره د کال ۱،۱ مېلیارد ډالر مرسته کوي.
له دې وړاندې د امریکې ولسمشر ډونلډ ترمپ هم ګواښ کړی وه چې واشنګټن په احمقانه توګه پاکستان ته ۳۳ مېلیارد ډالر ورکړي دي، خو اسلام اباد د دغو مرستو په بدل کې امریکا ته دوکه ورکړې ده.
بلخوا د امریکې د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر هم مني چې دغه هېواد د پاکستان له کړنې نهیلې شوی دی.
هغه وايي چې ټرمپ له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان له اقداماتو نهیلی شوی، ځکه د هغه په وینا اسلام اباد په سلقهيي توګه له ترهګرو ډلو سره چلند کړی دی.
هغه د امریکا غږ اشنا سره ویلي دي چې اسلام اباد له ترهګرو ډلو خپل ملاتړ ته دوام ورکړی او په پاکستان کې له مېشتو ترهګر ډلو د بهرنۍ پالیسۍ د اوزارو په توګه کار اخلي.