د هېواد په لوېدیځ هرات ولایت کې د مدني ټولنې ځينې غړي ادعا کوي چې نن ګهیځ (سېشنبې د لړم په ۳۰ مه) په موټر سایکل سپرو دوه تنو د هرات په ښار کې د مدني ټولنې د دوه غړو پر مخ تېزاب پاشلي او له سیمې تښتېدلي دي.
د هرات د مدني ټولنې فعالانې هره یوه یکتا او فرشته ادعا کوي هغه مهال چې د روزنیر مرکز په لور روان وو، په موټر سایکل سپاره دوه تنه راغلل او پرهغوی یې تېزاب وپاشل.
د هرات د امینه قومندانۍ د رسنیو د دفتر مسوول سید احمد محمدي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل هغه مواد چې د دغو نجونو پر مخ پاشل شوي دي تېزاب نه دي.
د هغه په وینا، پولیسو د دغو نجونو د ادعا په اړه خپلې پټنې پیل کړي دي.
تراوسه د دغه کار انګېزه روښانه نه ده.