Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وردک:د اوونۍ تر پایه ټول نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کېږي

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردک وايي چې د حکومت مشرانو ژمنه کړې ترڅو د اوونۍ تر پایه ټول نوماند وزیران د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.

ښاغلي وردک وايي حکومت هڅه کوي ترڅو د حکومت او ملي شورا ترمنځ بې اعتمادې له منځه ولاړه شي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردک څرګنده کړه:«د ولسمشر نقل قول تاسو ته وایم؛ هغوی چې ملي شورا یې غوښتونکې ده او د دې وړ دی چې معرفي شي، دولت هم پرې هوکړه لري، هغه کڅوړه بشپړېږي. څرګنده ده داسې کسان شته چې د دغو ۱۲ تنو سربېره هغوی اضافه کېږي او کڅوړه بشپړه کېږي.»

په دې لړ کې د ولسي جرګې ځينې غړي د حکومت ژمنې په منځ تشې لکه کدو بولي او وايي که‎چېرې حکومت د هغوی د پرېکړې په وړاندې بې پروايي وکړي، د ولسي جرګې د دروازو تړلو ته به اړ شي.

د ولسي جرګې غړي احمد شاه رمضان په دې اړه وویل:«څو تنه نور وزیر صاحبان هم دي چې تراوسه بریالي شوي نه دي، دوه سری حکومت همدا ډول وي چې هېڅکله یې پرېکړه سل په سلو کې نه وي.»

د ولسي جرګې غړې اصفه شاداب هم وايي:«له بده مرغه د افغانستان پارلمان یا ولسي جرګې د هرې ورځې له ټینګار سره بیا هم نه دی توانېدلی چې په ولسي جرګه کې د رایو اخیستو لپاره وزیران ولري.»

ټاکل شوې وه چې موده مخکې ۱۲ نوماند وزیران د اعتماد رایو د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژندل شي، خو حکومت وویل چې دغه بهیر به له عاشورا وروسته ترسره کړي؛ هغه ژمنه چې تراوسه هم عملي شوې نه ده.

شریک یي کړئ