Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار لپاره دوه نور مرستیالان وګمارل

ولسمشر اشرف غني، د چارو ادارې پخوانی مرستیال عتیق الله نوشیر او د تخار پخوانی والي یاسین ضیا د اعلی سرقوماندانۍ د همغږۍ او اطلاعاتو په برخو کې مرستیالان ګمارلي دي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني، جنرال دوستم ته نېږدې کس سید انور سادات د امنیت شورا د دفتر مرستیال ټاکلی وه.

رپوټونه رسوي چې د دغو دو مرستیالانو له ګمارنې څخه وروسته د ملي امنیت شورا د سلاکار د مرستیالانو شمېر ۸ تنو ته رسېږي.

خو ځیني شنوونکي وایي چې د ملي امنیت شورا د فتر د مرستیالانو په توګه د څو کسانو ټاکنه د هېواد لپاره د ستونزو پیدا کېدو کار بولي.

ولسمشر غني د چارو ادارې پخوانی مرستیال عتیق اله نوشیر او د تخار پخوانی والي محمدیاسین ضیا د اعلی سرقوماندانۍ او سمون، پالیسې او دارالانشا په چارو کې د ملي امنیت د سلاکار د مرستیالانو په توګه ګمارلي دي.

له دې مخکې جنرال دوستم ته نېږدې کس سیدانور سادات، یماکرزی، جنرال دین محمدجراات او سلیمان کاکړ هم د ملي امنیت سلاکار د مرستیالانو په توګه ګمارل شوي او همداراز په ولایتي چارو کې د ملي امنیت د سلاکار مرستیال حکیم نورزی او د پالیسۍ په چارو کې د ملي امنیت د سلاکار د مرستیالۍ سرپرست فریدمامون زی ټاکل شوي و.

د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه وویل:«د ملي امنیت شورا دفتر چې هغه په مشرۍ کې د ملي امنیت سلاکار دی، پنځه مرستیالان لري چې په اړوندو برخو کې د ملي امنیت له محترم سلاکار سره همکاري کوي.»

له دې جملې یاسین ضیا له تخار ولایته استعفا کړې وه او سیدانور سادات چې نه یې غوښتل له فاریاب ولایته استعفا وکړي، حکومت ته د فاریاب د پخواني والي له خبرداریو وروسته د ولسمشر لخوا ګوښه شو.

عتیق الله نوشیر هم د چارو په اداره کې له کابو یو کال کار وروسته ګوښه شو.

د سیاسي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني وايي:«له بده مرغه د ځينو کسانو د راضي کولو لپاره ځينې تشریفاتي پستونه چې اجرايوي واکونه نه‎لري رامنځته کوي چې په دندې کې له لاسوهنې پرته د افغانستان د ملي امنیت لپاره هېڅ ګټه نه‎لري.»

د افغانستان د ملي پيوستون ګوند مشر وايي په ډیری هیوادونو کې د ملي امنیت د سلاکار اداره یو کوچنی بنسټ وي، خو په افغانستان کې د ملي امنیت سلاکار له پنځو زیات سلاکاران او په سلګونه کارکونکي لري.

د افغانستان د نهضت ملي پیوستون ګوند مشر سید اسحق ګیلاني څرګنده کړه:«دا اداره کابو اوه تنه مرستیالان لري چې دا کاري لاسوهنه ښيي. دا اداره کابو زر تنه مامورین لري چې د ځينو وزارتونو په پرتله ډېر دي.»

په تېر حکومت کې د ملي امنیت شورا سلاکار یوازې دوه مرستیالان لرل.

شریک یي کړئ