Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر افغان ترک ښوونځیو د ترهګرۍ «تورلګوونکي» د محکمې غوښتنه

د افغان تُرک ښوونځيو د زده کوونکو کورنۍ غوښتنه کوي چې د تُرک د همکاریو او پرمختیا ادارې مشر علي ارغون چنار دې محکمه شي.

درې ورځې وړاندې ښاغلي چنار پر افغان ترک ښوونځیو تور ولګاوه، چې د ترهګرۍ روزنه پکې ورکول کېږي، اوس دې ښوونځیو کې ښوونکي او د زده‎کوونکو کورنۍ غوښتنه کوي، چې له نوموړي دې عدلی او قضايي ادارو کې څېړنه وشي.

د زدکوونکو کورنۍ وایي، ښاغلي چنار د کوم درلودو پرته پر افغان تُرک ښوونځیو تور لګولی، نو دافغانستان د سزا د قانون له مخې دې محاکمه شي.

له څه مودې راهیسې په ترکیه کې سیاسي جنجالونو په هیواد کې پر ښوونیز بهیر سیوری غوړولی دی.

افغان تُرک ښوونځي له تېرو ۲۲ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، خو درې ورځې مخکې د ترکانو د نړیوالې همکارۍ بنسټ لخوا د ترهګرۍ په روزنه تورن شول. دې کار د دغو ښوونځیو د زده کونکو نیوکې راپارولې دي.

د زده‎کوونکو د کورنیو د ټولنې رییس، یوسف پښتون څرګندوي:«ولې هغه بنسټ ته چې له ۲۲ کلونو راهیسې په سختو شرایطو کې زحمت باسي او حتا د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان د ځوان نسل له روزنې نه په شا کېږي، زیان رسوي؟د دغه ښوونځیو زده‎کوونکي په نړیوالو سیالیو کې د سرو، سپینو او ژېړو مډالونه ترلاسه کړي دي او هر کال له دغو ښوونځيو نابغه‎ګان فارغېږي.ایا په افغانستان کې کوم ښوونیز بنسټ داسې لاسته راوړنه لرلې ده؟»

د زده کونکو کورنۍ له عدلي او قضايي ادارو غواړي د ترکانو له پراختیايي بنسټه پلټنې وکړي، ځکه د دوي په باور ددغو ښوونځیو پر زده کونکو او ښوونکو د داسې تورونو لګول ناسم دي.

همداراز د زدهکوونکو د کورنیو د کميـي منشي، عبدالشکور دادرس زیاتوي:«ایا اتمر صاحب خبر نه درلود چې د دغه ښوونځي فعالیت ترهګریز دی؟ یا د پوهنې پخوانی وزیر خبر نه لري چې د دغه ښوونځي فعالیت ترهګریز دی؟ له دغو ښوونځيو څه باندې ۶ زره زده‎کوونکي فارغ شوي؛ یو زده‎کوونکی هم کشفي بنسټونو نه دی نیولی، نو دغه بنسټونه هېڅ کار نه کوي.»

د یادې کمېټې غړی، صدیق الله توحیدي وايي:«د افغان ترک پر ښوونځيو د ترهګرۍ تور لګول چې د افغانستان د قوانینو پر بنسټ فعالیت کوي او د فعالیت اجازه لري، افغان دولت ته سپکاوی بلل کېږي.»

دغه تورونه په داسې حال کې لګول کیږي چې په افغان تُرک ښوونځیو کې څه د پاسه اته زره زده کونکي او اته سوه ښوونکي او کارکونکي فعالیت لري.

د افغان ترک لیسې زده‎کوونکی، محمد ذکي وايي:«زه دم‎ګړۍ په ۱۱ ټولګي کې یم. ټاکل شوې چې راتلونکی کال کانکور ته چمتووالی ونیسم. داسې تورونه طبیعتاً زموږ پر درسونو بده اغېزه کوي، ځکه که‎چېرې زموږ فکر ارامه نه وي نه شو کولای په سمه توګه درس ووایوو.»

بل زده‎کوونکی، محمد انور وايي:«داسې تورونه د ښوونکو او زده‎کوونکو پر روحیې زیاته اغېزه لري. خو دغه تورونه ډېر خندونکي او په بشپړه توګه ناسم دي.»

د هېواد په څو ولایتونو کې د افغان تُرک له یوولسو ښوونځیو تراوسه څه د پاسه ۶۵۰۰ زده کونکي فارغ شوي دي.

شریک یي کړئ