Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بدخشان کې پوځيان د چاڼيزو عملیاتو د حکوم په تمه دي

د بدخشان د جګړې په لومړۍ کرښه کې ځينې پوځیان وايي چې له میاشتو راهیسې د دغه ولایت د یمګنان او وردوج ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو د پيل لپاره د حکوم په تمه دي.

د بهارک ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالودود راسخ په دې اړه وویل:«موږ تل چمتو یوو د دې لپاره چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې یوو. که‎چېرې مشران او د مشرانو مراجع موږ ته لارښونه وکړي او چمتو شي او موږ ته وسایل او امکانات برابر کړي، موږ چمتو یوو چې خلک له بدبختۍ او ستونزو، جنجالونو فساد او ناپوهۍ څخه وژغورو.»

د وردوج ولسوالۍ امنیه قوامندان اسدالله ګارد څرګنده کړه:«په دغه فصل کې که‎چېرې عملیات پیل شي زه ډاډ ورکوم چې دغه عملیات به پایلې ولري او خلک به له دغو ستونزو خلاص شي.»

بل لورې، د ولسي پاڅونوالو مشر وایي، له دې سره چې دولت ورته امتیاز هم نه ورکوي، د سیمه ییزې ادارې له لورې د عملیاتو د ترسراوي اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

په بهارک ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو قومندان محمد مجید وايي:«موږ امنیتي ځواکونو ته ژمنه ورکوو لکه څرنګه چې پنځه کاله د طالبانو په وړاندې وجنګېدو، اوس هم چمتو یوو چې د هېواد په لاره هر ډول قرباني ورکړو.»

په ورته وخت کې د بدخشان والي وایي، د وردوج او یمګان ولسوالیو د بېرته کنټرولولو عملیاتو لپاره تابیاوې نیول شوي.

د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد په ډاګه کړه:«موږ د وردوج ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې. موږ وړاندې هم د هغو پرېکړو په سمون کې چې په مرکز کې نیول شوې وې د وردوج ولسوالۍ د چاڼ لپاره لرلم. د وردوج د اوسېدونکو ټول وړاندیزونه مو ډلبندي کړي او مرکز ته مو استولي او په راتلوونکې کې د وردوج د نیولو لپاره پرېکړه کېږي.»

دا درې کاله وشول، چې د یمګان ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ده او له دوو کلونو نه زیات وخت وشو، چې د وردوج ولسوالۍ هم د طالبانو په کنټرول کې ده.

شریک یي کړئ