Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په غور کې د ځانمرګي برید له امله څه باندې ۱۰ تنه شهیدان شوي

د غور ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په یوه جومات کې د ځانمرګي برید په پایله کې څه باندې ۱۰ تنه لمونځ کوونکي شهیدان شوي دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې دغه برید نن مازدیګر (د جمعه د تلې پر ۲۸ مه) هغه مهال رامنځته شوی چې لمونځ کوونکي د دغه ولایت د دولینه ولسوالۍ یوه جومات ته د لمانځه د ادا کولو لپاره راغلي وو.

هغه وايي چې بریدګر خپل چاودېدونکو توکو ته د لمونځ کوونکو په منځ کې چاودنه ورکړه.

له دې دې سره په ورته وخت کې، د دغې پېښې ځينې شاهدان وايي چې په دغه برید کې څه باندې ۳۰ تنه ټپيان شوي دي.

ویل کېږي چې د ولسي پاڅون کوونکو یو قومندان فضل الاحد خان هم د شهیدانو په ډله کې دی.

شریک یي کړئ