Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په میدان وردګو کې د ژمنیو عملیاتو پیل؛ ۴۵ ترهګر وژل شوي

د میدان وردګو ولایت ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د ژمنیو عملیاتو له پيله خبر ورکوي او وايي چې د دغو عملیاتو په پایله کې تراوسه ۲۴ ترهګر وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټيپان شوي دي.

دغه عملیات د«خالد ۹۶» تر نامه لاندې څلور ورځې وړاندې په دغه ولایت کې پیل شول.

د وردګو ولایت د والي د رسنیو دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغو عملیاتو کې چې مشر یې د جلریز ولسوالۍ د ملي پوځ د څلورمې لوا د قومندان جنرال رازق له خوا کېده، د طالبانو له شتونه ۱۰ کلي چاڼ او پاک شوي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغو عملیاتو کې د مخالفو وسله‎والو ۶ قومندانان هم نیول شوي او ځينې مهمات او نقلیه وسایل هم د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه عملیات، اوس هم د جلریز ولسوالۍ په کهنه خمار، تیشې او رویان کلیو کې دوام لري.

له دې سره په ورته وخت کې د ملي امنیت ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه ولایت کې د حقاني شبکې د ۵ قومندانانو په ګډون د ۲۱ تنو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د دغه ریاست د ځانګړو ځواکونو د یوه ځانګړي عملیات په ترڅ کې د دغې ډلې درې تنه غړي هم نیول شوي دي.

دغه ریاست همدارنګه ادعا کړې ده چې په دغو عملیاتو کې یې د حقاني شبکې یو اډه له منځه وړې او د هغوی مهمات یې ضبظ کړي دي.

شریک یي کړئ