Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ننګرهار کې د لسګونه داعش او طالب جنګیالیو وژل کېدل

د ننګرهار ځايي چارواکو نن سې‎شنبې(غوايي ۱۲ مه)ویلي چې په دغه ولایت کې د څو وروستیو جګړو په پایله کې په لسګونه داعش او طالب جنګیالي وژل شوي دي.

په دغو نښتو کې،د دواړو ډلو ۹ تنه نور ترهګر ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي چې د طالبانو او او داعش جنګیالیو ترمنځ جګړه د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د یکشنبې له ګهیځه راهیسې روانه ده.

هغه زیاته کړه چې د دغو نښتو په پایله کې،یوه ۹ کلنه نجلۍ وژل شوې او ۵ تنه نور ولسي وګړي ټپيان شوي دی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار یو له ختیځو ولایتونو څخه دی چې د داعش ډېری جنګیالي په دغه ولایت کې فعالیت لري په ځانګړې توګه د ګوټ، نازیانو، چپرهار او اچین په ولسوالیو کې.

شریک یي کړئ