د کورنیو چارو وزارت نن سېشنبې (د تلې پر ۲۵ مه) اعلان کړی چې د کابل د اتمې حوزې په اړونده سیمه کې د یوه نښلوونکي (مقناطیسي) ماین چاودنې په پایله کې یو تن ټپي شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پېښه نن کهیځ ۷ بجې له هغې وروسته رامنځته شوې چې د کابل د اتمې حوزې په اړونده سیمې په بیني حصار کې په یوه هایلکس ډول موټر کې ځای پر ځای شوي نښلوونکي ماین چاودنه وکړه.
خبرپاڼه لیکي:«د دغې چاودنې په ترڅ کې د دغه موټر چلوونکی په کلکه ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی. د دغې پېښې په اړه د پولیسو څېړنې پیل شوي دي.»
د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.