Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندهار کې د موټربم چاودنې په پایله کې ۶ تنه وژل شوي

د کندهار پولیس وايي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې ۶ تنه پولیس وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په دې اړه وايي چې ځانمرګی بریدګر له چاودېدونکو توکو څخه ډک په یوه هاموې موټر کې سپور او غوښتل یې چې د کندهار د میوند ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ته ننوځي، خو د دغې قومندانۍ په دوم قرول کې یې چاودنه وکړه.

د هغه په وینا، دغه برید نن کهیځ پنځه بجې شاو خوا رامنځته شو.

ښاغلي رازق د ۶ پولیسو د وژلو او ۶ د ټپي کېدو پخلی کړی.

تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د هغه په وینا، دغه برید نن کهیځ پنځه بجې شاو خوا رامنځته شو. ښاغلي رازق د ۶ پولیسو د وژلو او ۶ د ټپي کېدو پخلی کړی.

شریک یي کړئ