د کندهار ځايي چارواکو نن (سېشنبې د لړم په ۲۳ مه) ویلي چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت په ژیړۍ او میوند ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو پر پوستو ډلهییز بریدونه کړي دي.
د کندهار امنیه قومندانۍ وايي چې دغه بریدونه تېره شپه ۸ بجې پیل او د یوه ساعت لپاره یې دوام وکړ.
دغه قومندانۍ دغه برید په وروستیو کلونو کې د طالبانو یو ستر برید بولي او وايي چې د هغه په پایله کې ۴۰ تنه طالبانو وژل شوي او کابو ۳۵ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني په دې اړه وايي چې په دغه برید کې ۲۲ تنه پولیس هم وژل شوي او ۱۵تنه نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وینا طالبان ونه توانېدل چې کومه سیمه ونیسي او شاته تګ ته اړ شول، خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.