Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین افغانستان کې د ژر راتلونکې سولې هېله څرګندوي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لو سي تېره ورځ (دوشنبې د وږي۲۷مه) خبري ناسته کې وویل چې د چین حکومت افغانستان کې نېږدې راتلونکې سولې او ټیکاو په اند دی.

ده زیاته کړې، د چین حکومت په دې نظر دی، دا چې افغانستان به ډېر ژل سولې ته لاره پیدا کړي.

ښاغلي سي همداراز د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو اترو ملاتړ کړی او دا یې د سولې رسېدو لار بللې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وړاندې ویلي دي:«په اصل کې زه غواړم اوایم چې چین تمه لري افغانستان په نېږدې راتلونکې کې سولې ته ورسیږي.»

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې، ټاکل شوې ده بیجنګ تر راتلونکو دریو میاشتو پورې د افغانستان ، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د خبرو اترو کوربتوب وکړي.

چین ویلي دي، هغه څخه چې کولی شي پاکستان ته اوايي، بل هېڅ هېواد ته یې نشي ویلی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هېواد یې د افغانانو به مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي او هیله یې څرګنده کړې ده چې دا هېواد به ژر سولې ته ورسیږي

شریک یي کړئ