د پاکستان او ترهګرو ډلو په تړاو د امریکې څرګند پیغامونه، دلته په افغانستان کې له هرکلي سره مخ شوي دي.
زیات افغان شنوونکي باور لري، چې د افغانستان په اړه د امریکا دا نوې تګلاره؛ په پوره توګه جنګي هغه ده او تر دې وروسته به د ترهګرۍ پر ضد جګړه جدي شي.
خو د ځینو اندېښنه ده، چې ګواکې دا تګلاره به سیمهییز حساسیتونه او دغه راز په افغانستان کې د جګړې کچه زیاته کړي.
د امریکا ولسمشر د تمو پرخلاف په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د زیاتوالي شمېر اعلان نهکړ او وې ویل له دې وروسته به د امریکا تګلاره د واقعي شرایطو له مخې پرمخ ولاړه شي نه د هغو مهال وېشونو پربنسټ چې د هغه په باور خپلسري دي.
د سیاسي چارو شنوونکي حامد صبوري په دې اړه وویل:«د افغانستان او د امریکا د خلکو لپاره یې درې مهم پیغامونه یې لرل لومړی دا چې امریکا به د افغانستان په څنګې په دوامداره توګه وي، دویم د پاکستان لپاره یې روښانه پيغام درلود چې باید د ترهګرو ډولو له ملاتړ سره نه شي کولای په مخ ولاړ شي او درېیم دا چې په دغې تګلاره کې د امریکايي ځواکونو د بهرکېدو لپاره د نېټې شتون نه درلود.»
د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلاره په بشپړه توګه یوه جنګي بلل شوې هغه ده.
په داسې حال کې چې دونالډټرمپ ټینګار کوي امریکا نور ملت جوړونه نه کوي، خو د امنیت ټینګښت او د ترهګرو فعالیتونو پای ته رسول د ملت جوړونې لپاره لاره پرانیزي.
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژيکو مطالعاتو د مرکز رییس فرامرز تمنا وویل:«د افغانستان ترڅنګ اوسېدل، او له ترهګرۍ سره پر جدي مبارزې ټینګار د افغانستان لپاره د امریکا له هغو دولت جوړونکو سیاستونو له برخو څخه دي او په هغه صورت کې چې دولت په افغانستان کې پياوړی شي موږ ټول موردونه له هغې ډلې د امینت ټینګښت او د قانون د واکمنۍ شاهد به وو.»
د امریکا د دغې تګلارې مهمه برخه د داعش له منځه وړل، القاعدې ته ګوذار ورکول او پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ مخنیوی دی چې ډېری کسان یې په افغانستان کې د وسله والو د ځپلو لپاره هیله من کړي دي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب مهاجر وویل:«دغه پېښه تر ډېره د افغان حکومت لپاره هیله ورکونکی دی د دې لپاره چې دا لومړی ځل دی چې امریکا د افغانستان په اړه یوې جدي دریځ لرلی دی.»
خو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د تګلارې بریالیتوب نه دی تضمین شوی، ځکه دا تګلاره به د پاکستان، روسیې، ایران او چین په ګډون د سیمې د هېوادونو لازیات حساسیت راوپاروي او د دې حساسیت مدیریت د افغان حکومت او امریکا لپاره ډېر مهم بلل کېږي.