Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د وزیرانو د استیضاح په اړه د ولسمشر د وینا په هکله د استازوغبرګون

ولسمشر غني د ولسي جرګې لومړي مرستیال سره په لیدنه کې له هغه غوښتنه کړې ده چې د امنیتي چارواکو له ورغوښتو دې ډډه وکړي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال، همایون همایون څرګندوي:«ولسمشر غني په خپله لومړنۍ وینا کې چې لرله یې له موږ څخه یې وغوښتل چې د استیضاح مسئله له اجنډا څخه لیرې کړي.»

که څه هم د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي چې د ولسمشر دا غوښتنه یې رد کړې ده، خو یو شمېر د خلکو استازي وايي چې ولسمشر غني ګواښ کړی که یې دا کار ونه کړ نو د یوه فرمان له مخې به ملي شورا لغو کړي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې ولسمشر له هېچا سره د ملي شورا د لغوې په اړه څه نه دي ویلي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وویل:«ولسمشر له هېچا او هېڅ چارواکي سره د ملي شورا د لغوې په اړه بحث او جلسه نه ده کړې.»

د ولسي جرګې غړي د ولسمشر دا کار د قانون خلاف بولي او له حکومت څخه د ملي شورا د ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه کوي.

د ولسمشر دا غوښتنه د ولسمشر جرګې د یو شمېر غړو له سخت غرګون سره مخامخ شوې ده.

د ولسي جرګې غړی، لطیف پدرام زیاتوي:«هغه مالومات چې موږ یې لرو،ولسمشر غني ډېر په غوسه وه چې وزیران ولې استیضاح کوو او که چېرې دا کار وشي موږ شورا رخصت وو.»

همداراز د ولسي جرګې بل غړی، میرویس یاسني وايي:«هغه حکومت چې په جعل او تذویر سره جوړ شوی د کوم قانون پر بنسټ غواړي چې د دولت یو رکن ته ګواښ وکړي،اساسي قانون ګواښي او هغه ننګوي.»

خو نن شنبې د ورې۵مه د ولسي جرګې ناسته د دې جرګې لومړي مرستیال لخوا سري شوه.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون څرګنده کړه:«که‎چېرې تاسې غواړئ په هغو ټولو مسایلو پوه شئ چې ما له ولسمشر سره مطرح کړئ،دغه غونډه باید سري(پټه) شي.»

وروسته له دې چې د غونډې سري کېدل پای‎ته رسېږي، د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ولسمشر له غوښتنې پرده پورته کوي.

د ولسي جرګې غړی، رحمان رحماني وايي:«ولسمشر یو ډېر توند،خطرناکه او بې مخینه غبرګون ښيي که‎چېرې تاسې وزیران استیضاح کړئ،زه پارلمان لغوه کوم.»

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه خبرو اترو ته نه ده چمتو او په دې اړه څه نه وايي،خو ولسمشر د ملي شورا لغوې واک لري؟

د حقوق‎پوهانو ټولنې غړی، عبدالسبحان مصباح وايي:«په اساسي قانون کې هغه واکونه چې ولسمشر ته ورکړل شوي،داسې مورد شتون نه‎لري چې ګواکې ولسمشر دې د دولت یو رکن چې مقننیه قوه ده،لغوه کړي.»

مخکې له دې ولسي جرګې پرېکړه کړې وه چې د کورنیو، دفاع وزیران او د ملي امنیت رئیس د دوشنبې ورځې ناستې ته په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د برید په تړاو وروغواړي، خو اوس نه ده څرګنده چې د ولسمشر له مخالفت سره به د دې چارواکو استیضاح برخلیک څه وي.

شریک یي کړئ