Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي جرګې اداري پلاوی: ولسمشر دمدیریت وړتیا نه لري باید ګوښه شي

د ولسي جرګې اداري پلاوي پر ولسمشر تور لګولی چې د هېواد د وضعیت مدیریت نه‎شي کولی او د ولسي جرګې د غړو پر وړاندې خپل‎سري کوي. دوی له ولسمشر نه غواړي چې استعفا وکړي.

دغو استازو د شنبې ورځې (د چنګاښ په ۳۱ مه)  په ناسته کې ولسمشر یې په خپل‎سرۍ تورن وي او ټنیګارکوي چې د هېواد ولسمشر د ملي شورا د پرېکړو په اړه بې پروايي کوي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون په دې اړه وویل:«ستا په حکومت کې او ستا په مدیریت کې خلکو ته زیان رسېدی هیله ده که‎چېرې کار نه شې کولای او دغه کار ستا له وسه لوړ دی خپله استعفا ولسي جرګې ته واستوه.»

په ولسي جرګه کې د دایکندي استازي صادقي زاده نیلي وویل:«راشئ چې د ملي یووالي حکومت ته موږ او تاسې یو مډال ورکړو، د بې کفایتۍ مډال له هغه مهاله چې دوی راغلي دي موږ او تاسې په دغه هېواد کې د څه وضعیت شاهد یوو.»

د ولسي جرګې ځینې نور غړي، د دوبي له رخصتیو څخه وړاندې؛ پر حکومت تور لګوي چې د جرګې د کارونو پر وړاندې بې غوري کوي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطن دوست وايي:«ولسي جرګې د دغو جلسو په اوږدو کې د قانون جوړونې په برخه کې په ټولیزه توګه ۳۶ مصوبې لرلي چې د قوانینونو د تعدیل دوه طرحې، شپږ تقنیني فرمانونه او ۱۲ نړیوال تصدیقونه هم په ځان کې رانغاړي»

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی فاروق مجروح په دې اړه داسې وايي:«که‎چېرې حکومت او یا ولسمشر غواړي چې حکومت بشپړ کړي! کابنینه دې بشپړه کړي او وضعیت له دې نور ونه ننګوي، قضا دې بشپړه کړي موږ حاضر یوو چې په رخصتۍ لاړ نه شو.»

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي، چې حکومت تل له ملي شورا سره همکار دی.

هغه په ډاګه کړه:«ولسمشر د درېیو واړو قواو پر همکارۍ باور لري، له ټولو ډېرې مشورتې ناستې یې له ولسي جرګې سره لرلې دي او د شورا هرې پرېکړې ته یې درناوی کړی دی.»

بل لور، د ولسي جرګې لومړی مرستیال، د ولسي جرګې د دارلانشاء‌ اداري پلاوی په تړونونو کې فساد او پرسلیقه‎يي ګمارنو تورنوي او په دې اړه اسناد لویې څارنوالۍ ته استوي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي:«د راغلو اسنادو او شکایتونو پر بنسټ د ولسي جرګې په دارلانشا کې د پېرلو په تړونونو، د کسانو په ګمارنه کې پراخ فساد په اړه په ځلونه هڅه مو کړې ترڅو دغه ستونزه لومړی د دارالانشا له عمومي ریاست سره د خپل منځیو خبرو اترو له لارې حل او هغې ته رسېدنه وکړو.»

و مو ونشو کړای، په دې اړه د ولسي جرګې د دارالانشاء نظر  ولرو.

ولسي جرګه غړي داسې مهال، د ۱۶ دورې د ۷ کال د دوبي په رخصتیو ځي، چې د جرګې غړو په زیاتو عمومي غونډه کې هېواد کې د امنیتي، سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې ننګونو باندې اندېښنه لرله.

د خلکو د زیاتو استازو په باور، حکومت دې اندېښنو ته پاملرنه نه ده کړې.

اداي پلاوی دوبنیو رخصتیو له تلو وړاندې وايي چې ولسي جرګې کابو ۴۰ مصوبې وروستۍ کړي، خو حکومت له دغه بنسټ سره همکاري نه ده کړې.

شریک یي کړئ